د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د افغانستان د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه د ولسي جرګې له‌خوا رد شوه


د افغانستان د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه چې په دې وروستیو کې د مالیې وزارت له‎خوا د تصویب لپاره ولسي جرګې ته سپارل شوې وه، د ولسي جرګې له‎خوا رد شوه.

د ولسي جرګې غړو د چهارشبنې په ورځ د جرګې عمومي غونډه کې پر یادې بودجې د بحث کولو پر مهال وویل، بودجه کې د ولایتونو تر منځ انډول په پام کې نه‌دی نیول شوی او د وروسته پاتې ولایتونو تعلیمي، فرهنګي روغتیايي او پرمختیايي برخې په‎کې له پامه غورځول شوي دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د ۱۳۹۶ مالي کال پر ملي بودجې د جرګې د غړو د رأیو نتیجه داسې اعلان کړه:

"د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه، جمعاً ۴۶۶،۱ میلیارده افغانۍ ده، ۱۵ ګونو کمېسیونونو پرې د رد نظریات ورکړي، موافق دې شنه کارټونه او مخالف دې سره کارټونه پورته کړي. په غوڅ اکثریت بودجه رد شوه."

د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمېسیون د معلوماتو له مخې د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه د روان کال د قوس په لومړیو کې ولسي جرګې ته د بحث لپاره سپارل شوې وه چې د جرګې ټولو کمېسیونونو رئیسانو پرې بحثونه کړي او د رد دلایل‌یې وړاندې کړي دي.

د ولسي جرګې رئیس هیله وکړه چې د مالیې وزارت دې د ولسي جرګې د غړو نظریات او وړاندیزونه په پام کې ونیسي د راروان کال په بودجه کې دې ځای کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو پر اساس د دغه هېواد د راتلونکي کال بودجه ۴۶۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸۷ میلیارده‌یې عادي او ۱۷۸ میلیارده‌یې پرمختیایي بودجه ده.

د ولسي جرګې له‎خوا د راروان کال د ملي بودجې له ردېدو وروسته د مالیې وزارت چارواکي وايي، سره له دې چې د مالیې وزارت د بودجې په ترتیبولو کې د ولسي جرګې د غړو نظریات او پیشنهادونه ځای کړي، خو بیا هم دوی حاضر دي چې د بودجې په نوې طرحه کې د هغوی نور نظریات او پیشنهادونه، د قانون او د حکومت د مالي توان سره سم په پام کې ونیسي.

د ماليي وزیر اکلیل حکیمي
د ماليي وزیر اکلیل حکیمي

د ماليي وزیر اکلیل حکیمي په دې اړه وايي:

"د بودجې ناانډولتوب او همدارنګه نورې پوښتنې ښايي د دې لامل شوي وي چې بودجه رد شي. د بودجې د اساسنامې پر اساس، موږ دوه درې اوونۍ وخت لرو چې د ولسي جرګې له مالي او بودجې له کمېسیون سره بیا هم کینو او افهام او تفهیم ورسره وکړو."

دا لومړی ځل نه‌دی چې د ولسي جرګې له‎خوا ترتیب شوې بودجه ردېږي بلکې په تېرو کلونو کې هم ولسي جرګې ورته بودجه څو څو ځلې رد کړې ده.

په تېرو کلونو کې ځینو وزارتونو دا هم ویلي و چې د بودجې ځنډول د دوی د پراختیايي پروژو د پلي کېدو خنډ کېږي.

د ولسي جرګې غړي وايي، کله چې د پراختیايي پروژو لپاره د دوی وړاندیزونه او سیمه‌ییزې ستونزې په پام کې ونیول شي، دوی به‌یې له تصویبولو انکار ونه‌کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG