د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

کابل کې د تېرې ورځې پېښې د صفي‌الله ټولې هيلې ګور ته وېوړې


د کابل ښار په پرونیو دوو انتحاري حملو کې د ګڼو نورو ملکي کسانو تر څنګ د ملي شورا د اداري برخې یو کارکوونکی صفي‌الله نجیب هم وژل شوی دی.

د صفي‌الله همکاران د یو شمېر ملکي کسانو او د خپلو یو شمېر همکارانو د وژلو په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي.

د صفي‌الله همکار واصل عمر چې غږ یې هم رپېده ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ چاودنه کې د دوی یو شمېر همکارانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دی وایي، کله چې صفي‎الله له خپلو ټپي شویو همکارانو سره د مرستې هڅه کوله دوهمه چاودنه وشوه چې صفي‌الله هم په‎کې ووژل شو.

نوموړی وايي:

"کله چې انتحاري حمله وشوه، زموږ ټولو ملګرو او همکارانو هڅه کوله چې زخمیانو سره مرسته وکړي، کله‌یې چې د زخمیانو مرسته کوله بله انتحاري حمله وشوه چې په‎کې زموږ ملګري چې مرستې لپاره تللي وو له دوهمې حملې سره ووژل شول."

واصل عمر زیاتوي چې په دغې پېښه کې د صفي‎الله سربېره د دوی یو شمېر نور همکاران هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د سې شنبې مازیګر د کابل ښار په لویدیځه برخه کې دوه پرله‎پسې انتحاري حملې وشوې.

یوه‌یې د دارالامان پر سړک د ملي امنیت د پنځم ریاست په دروازه کې وشوه او دوهمه‌یې همدې سیمې ته نېږدې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته څېرمه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې په دغو انتحاري حملو کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۹۸ تنه ټپیان شوي دي خو یو شمېر رسنۍ بیا د وژل شویو او ټپيانو شمېر زیات ښیي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته ویلي چې د سې شنبې ورځې د چاودنو ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس فریدون عبیدي
د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس فریدون عبیدي

په ورته وخت کې د صفي‎الله ماما نعیم نظري ازادي راډيو ته وویل، صفي‎الله څه موده مخکې واده کړی و، ده څرګنده کړه چې د صفي‎الله د وژنې د خبر له اورېدو سره‌یې مور هم په کوما حالت کې ده.

نوموړی وايي:

"له ډېرو هیلو سره لاړ، د هیلو یوه سلنه‌یې هم نه‌وه پوره، ټوله کورنۍ یې، ورور او خویندې یې مور یې او ټول خپلوان‌یې نن د غم په ټغر ناست دي."

هاخوا یو شمېر دیني عالمان وايي چې د هېواد دښمنان په دا ډول حملو سره غواړي د مسلمانو تر منځ وېره خپره کړي.

دیني عالم بسم‎الله عثماني وايي، هر هغه څوک چې د اسلام او جهاد په نوم بې‎ګناه خلک وژني مسلمان نه‌دي او یوازې د اسلام د بدنامۍ لپاره کار کوي.

په کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سې شنبې ورځې حملې د افغان چارواکو او یو شمېر بهرنیو هېوادونو او سازمانونو له‎خوا په کلکو ټکو غندل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغو حملو په غبرګون کې ویلي د داسې جنایت عاملان به د افغانستان په هېڅ برخه کې په امان کې نه‌وي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG