سره له دې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ په رسمي ډول خپله دنده نهده پیل کړې، خو ویلي ېې دي چې د ګوانتانامو بندیان باید له زندانه خوشې نهشي.
د ګوانتانامو زندان د بندیانو انتقال او د دې زندان تړل د ولسمشر بارک اوباما یوه له هغو طرحو څخه ده چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یې مطرح کړې وه، خو هغه مهال د امریکا د کانګرس له مخالفتونو سره مخامخ شوه.
د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ادارې پر مهال د نړیوال ترورېزم په وړاندې مبارزه کې د ډېرو خطرناکو بندیانو د ساتلو لپاره جوړ شو.
د راپورونو له مخې په لومړي سر کې په دغه زندان کې ۷۷۹ تنه بندیان وو، خو اوس دا شمېر ۵۹ تنو ته رسېدلی دی.
د کلونو په ترڅ کې د ګوانتانامو سلګونه بندیان یا خپلو هېوادونو ته بېرته واستول شول او یا هم یوه درېیم هېواد ته انتقال شول او پاتې نور په دغه زندان کې بېبرخلیکه پاتې دي.
ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ګوانتانامو د پاتې بندیانو په اړه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه خلک ډېر خطرناک دي او باید اجازه ورنهکړل شي چې بېرته د جګړو ډګر ته ولاړ شي.
سپینې ماڼۍ بیا د ټرمپ د دغې خبرې په غبرګون کې ویلي د ګوانتانامو د پاتې بندیانو د انتقال بهیر به د بارک اوباما د کاري دورې تر ختمېدو دمخه یعنې د جنورۍ تر شلمې دمخه ترسره شي.
اوباما به ګوانتانامو زندان نه د یو شمېر بندیانو لېږد اعلان کړي
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ په یوې خبري غونډه کې پرون وویل چې د ډونالد ټرمپ نظر نهشي کولای د ګوانتانامو د بندیانو په اړه د ولسمشر بارک اوباما د پرېکړې په عملي کېدو اغېز وکړي.
نوموړی زیاتوي چې د زندانیانو انتقال به د ټرمپ د کاري دورې تر پیل دمخه ترسره شي.
اوسمهال په دغه زندان کې ۵۹ بندیان دي.
هغه وروستی بندي چې له دغه زندانه انتقال شو د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډسمبر څلورمه نېټه وه.
صالحي ګوانتانامو کې تر ۱۴کلن بند وروسته خپلې کورنۍ سره یوځای شو
د بشري حقونو ټولنې او د بخښنې نړیوال سازمان د جنورۍ پر ۱۱مه د ګوانتانامو زندان د جوړېدو د پنځلسم کال په مناسبت په واشنګټن کې د یوه لاریون غوښتنه کړې ده.
د دې لاریون هدف د دغه زندان د تړلو په اړه د بارک اوباما د ژمنې یادونه بلل شوې ده.
په واشنګټن کې د بخښنې نړیوال سازمان اجرائیه رئیس ماګرات هوانګ ویلي چې دغه سازمان په پام کې لري د خپلو پلویانو په راټولولو سره بارک اوباما ته ووایي چې باید د ګوانتانامو مسئله منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته پرې نهږدي.
د ده په خبره ولسمشر اوباما دې په یوه غښتلي اقدام سره تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه عملي کړي.
راپورونه وایي، ډېری هغه نیول شوي کسان چې په ګوانتانامو کې اوسېږي رسماً مجرم نهدي ګڼل شوي.
په دوی کې ۲۳ تنه هغه بندیان دي چې د متحده ایالاتو د څو دولتي ادارو د استازو جوړې کمېټې لهخوا د خوشې کېدو مستحق ګڼل شوي دي.
خو ډېری نور په بېلابېلو جرمونو کې د لاس لرلو په تور هلته بنديان دي خو دوسیې یې د امریکا د پوځي کمېسیون لهخوا تر غور او ارزونې لاندې دي.