د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

صالحي ګوانتانامو کې تر ۱۴کلن بند وروسته خپلې کورنۍ سره یوځای شو


يو بندي په ګوانتانامو بې زندان کې له څوارلس کاله بند تېرولو وروسته له خپلې کورنۍ سره يو ځای شو.

محمد ولد صالحي په ګوانتانامو زندان کې د موريتانيا اخري بندي وو.

وروسته له هغه چې صلاحي خپل هېواد ته انتقال شو، په ګوانتانامو زندان کې د بنديانو شمېر شپېته ته کم شو.

د صلاحي د کتاب د ګوانتانامو خاطرات له خپرېدو سره د ټولو پام د ده قضيې ته اووښتی دی.

په دې کتاب کې صلاحي په ګوانتانامو زندان کې له ده سره د ناوړه چلند په اړه لیکلي دي.

ده په خپلو لومړيو خبرو کې چې د موريتانيا له ملي تلويزيون څخه خپرې شوې، خپل کور او کهول ته د راستنولو لپاره يې د دې هېواد د ولسمشر له هڅو مننه کړې ده.

دی چې خوشاله او روغ رمټ ښکارېده، د زندان د شرايطو په اړه یې څه ونه ويل خو په کتاب کې يې د دې موضوع په اړه پراخ معلومات شته.

د مورتيانيا «ی. ايم. اې» رسمي خبري اژانس تاييد کړې ده چې صلاحي له ګوانتانامو زندانه له راخوشي کېدو وروسته د امريکايي چارواکو له خوا د هغوی موريتانيايي سيالانو ته سپارل شوی دی.

د دې خبري اژانس د راپور له مخې، صلاحي د څو کلونو په اوږدو کې له ډپلوماټيکو هلو ځلو وروسته موريتانیا ته وسپارل شو.

د امریکا د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، د ګوانتانامو زندان د بندولو د بهير د ملاتړ په خاطر امریکا له موريتانيا منندوی دی.

د موريتانيا يوې سرچينې فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې صلاحي د دوشنبې په ورځ د يوې الوتکې په واسطه د دې هيواد پلازمينې نواکشوت ته ورسېد.

د بخښني نړيوال سازمان د صلاحي د راخوشي کېدو هرکلی کړی دی خو ويلي يې دي چې دې اقدام ډېر وخت ونیوه.

په امریکا کې د دې سازمان کمپاين کوونکې اليزابت بي ورز ويلي، د ښاغلي صلاحي غير قانوني توقيف او ځورونه غير عادلانه ده.

په امریکا کې د يوولسم سپتمبر له حملو وروسته، پنځه څلوېښت کلن صلاحي په ۱۹۹۹میلادي کال کې په لاس انجلس کې د بمي چاودنو په دسيسه کې د لاس درلودو په تور په خپل هېواد کې ونيول شو.

دی په افغانستان او اردن کې له پلټنو وروسته په ۲۰۰۲میلادي کال کې ګوانتانامو زندان ته انتقال شو.

XS
SM
MD
LG