د عبیدالله په نوم هغه افغان چې په ګوانتانامو کې د امریکا له پوځي زندانه تازه خوشې شوی او متحده عربي اماراتو ته استول شوی، له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کېدو لپاره شېبې شمېري.
عبیدالله ۱۹ کلن و چې امریکايي ځواکونو په خوست کې د ترورېستي فعالیت په تور ونیو او ۱۴ کالهیې د ګوانتانامو په زندان کې تېر کړل.
له عبیدالله هغه مهال د دوو ورځو یو زوی پاتې و چې اوس ۱۴ کلن دی. د هغه ورور فضل کریم اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل:
"موږ د عبیدالله د لیدو لپاره ګوانتانامو ته نهشو تللای خو ډېر يې د لیدو په تمه یو، متحده اماراتو ته بهیې لیدو ته ورشو."
د امریکا دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ګوانتانامو زندان کې ۱۲ یمنيان او ۳ افغانانیې متحده عربي اماراتو ته لېږدولي دي.
په ګوانتانامو کې د امریکا په پوځي زندان کې لږ تر لږه ۶۱ بندیان لا هم پاتې دي.
دا زندان د ۲۰۰۲ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ادارې د هغو بهرنیانو لپاره جوړ کړ چې له القاعده او طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوي وو.
خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې دا زندان به بندوي او په خپل اته کلن حکومت کې یې دې هدف ته د رسېدو لپاره، زیات شمېر زندانیان له ګوانتانامو ایستلي او نورو هېوادونو ته لېږدولي دي.
هغو کسانو چې د امریکا دفاع وزارتیې د دوشنبې په ورځ له ګوانتانامو د خوشې کېدو خبر ورکړ، لږ تر لږه ۱۴ کاله پرته له دې چې جرمیې ثابت شي، په دې پوځي زندان کې تېر کړي دي.
دا کسان د امریکا حکومت د شپږو ادارو د استازو د ځانګړي کمېسیون تر څېړنې وروسته له زندانه خوشې شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو تېر کال هم پنځه تنه چې له ګوانتانامو خوشې شوي وو، په خپله خاوره کې ځای پر ځای کړل.
دا نهده څرګنده چې هغه کسان اوس چېرته دي.
د اسوشیټېډ پرېس په حواله، هغه زندانیان چې په ګوانتانامو کې له پوځي زندانه خوشې کېږي، تر یوې مودې د رواني او بدني روغتیا لپاره د ځانګړو ډاکټرانو او روان پوهانو تر څارنې لاندې وي.
د ګوانتانامو له زندانه د خوست اوسېدونکي عبیدالله، د خوشې کېدو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
خو د عبیدالله ورور کریم اسوشیټېډ پرېس ته ویلي:
"زما د ورور مدافع وکیل راته وویل چې هغه به لږ تر لږه شپږ میاشتې یا یو کال په درېیم هېواد کې اوسي او تر هغه وروسته به په بشپړ ډول ازاد وي او بیا کولای شي چې هر هغه ځای ته چې زړهیې غواړي ولاړ شي."