د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

له ګوانتانامو زندانه ۱۵ بندیان عربي اماراتو ته استول شوي


امریکايي چارواکو پرون اعلان وکړ چې له ګوانتانامو زندان څخه پنځلس بندیان متحده عربي اماراتو ته استول شوي.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې دا لومړی ځل دی چې په یوه وار دومره زیات شمېر بندیان له ګوانتانامو څخه بهر ته استول کېږي.

ویل کېږي چې متحده عربي اماراتو ته په استول شویو بندیانو کې ۱۲ تنه یمني اتباع او درې افغانان دي چې له دې سره په ګوانتانامو کې د امریکا د سمندري ځواکونو په اډه کې د پاتې بندیانو شمېر ۶۱ تنو ته راټیټ شو.

ډیری دا بندیان له نېږدې یوې نیمې لسیزې راهیسې له محاکمې پرته په بند کې ساتل شوي دي چې دا کار د بشري حقونو د نړیوالو ډلو له سختو انتقادونه سره مخامخ شوی دی.

د راپورونو له مخې په درېیو افغانانو کې یو عبیدالله نومېږي چې څه باندې ۱۳ کاله‌یې په ګوانتانامو کې تېر کړي دي.

پر عبیدالله تور لګېدلی چې په خپل کور کې یې هغه ماینونه ساتلي وو چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژنې لپاره کار ترې اخیستل کېده.

ولسمشر بارک اوباما د خپلې دندې په لومړۍ دوره کې د ګوانتانامو زندان د بندولو ژمنه کړې وه خو ښاغلی اوباما د جمهوري غوښتونکو او ان د یو شمېر ډیموکراټانو له مخالفت سره مخامخ شو.

د اوباما د پلان له مخې کوبا کې د امریکا تر ادارې لاندې ګوانتانامو زندان له بندېدو سره په دې زندان کې پاتې لسګونه بندیان باید تر سختو امنیتي تدابيرو لاندې د امریکا قلمرو ته ولېږدول شي.

که څه هم د امریکا قوانین د دې هېواد په خپل قلمرو کې د دې ډول بندیانو د ساتلو اجازه نه‌ورکوي خو اوباما ان د فوق‌العاده فرمان پر بنسټ د خپل دې پلان د عملي کولو احتمال هم نه‌دی رد کړی.

د ګوانتانامو زندان د بندولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی لي وولوسکي «Lee Wolosky» وايي، د ګوانتانامو زندان د فعالیت دوام د سرچینو د لګښت، د امریکا له مهمو متحدینو او شریکانو سره د اړیکو د زیانمنېدو او د افراطي کسانو د هڅولو له کبله د امریکا ملي امنیت کمزوری کوي.

وولوسکي ویلي چې د متحده عربي اماراتو په څېر د امریکا متحدانو ملاتړ دې ګډ هدف ته د رسېدو لپاره خورا مهم دی.

په امریکا کې د امنیت او بشري حقونو لپاره د عفوې نړیوال سازمان څانګې مشره نورین شاه وايي، د دې فوق‌العاده خطر احتمال خورا زیات دی چې ګوانتانامو د امریکا سواحلو ته نېږدې د یوه دایمي زندان په توګه د مرګ تر وخته د خلکو د ساتنې لپاره پرانیستی پاتې وي.

مېرمن شاه وايي، د ګوانتانامو دوام به د نورو هېوادونو حکومتونو ته هم له بشري حقونو د سرغړونو لپاره پلمه په لاس ورکړي.

نوموړې زیاتوي، د ګوانتانامو د خلاص پاتې کېدو له کبله به د امریکا حکومت دا چانس له لاسه ورکړي چې تر نامعلوم وخته په زندان کې د خلکو د ساتنې او شکنجې په برخه کې پر نورو حکومتونو انتقاد وکړي.

XS
SM
MD
LG