د کابل اوسېدونکي وايي، په کابل ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د جنايي پېښو زیاتېدو د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، په کابل ښار او ولسوالیو کې د وژنو، تښتونو او وسلهوالو غلاوو پېښې د پخوا په پرتله زیاتې شوې دي چې دوی دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي.
یاد کسان وايي دوی، ډېر کله د دې شاهدان دي چې په رڼا ورځ وسلهوال غله د خلکو مخه نیسي او تر وهلو، ډبولو وروسته هر څه ترې اخلي چې په دا شان پېښو کې وژنې هم رامنځته شوې دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی نوید احمد چې د ورته پېښې یو قرباني دی ازادي راډیو ته وویل:
"د شپې لهخوا خو ډېرې غلاوې کېږي، موټر تښتونکي، کیسهبران او د غلو داسې ډېرې ډلې شته، زه خپله نېږدې شل شپې مخکې ښار ته روان وم، نېږدې ماښام و، کله چې موتړ ته پورته شوم نو موتړ کې غله ناست وو او په لاره کې ناڅاپه پر ما وار وشو، تفنګچه او چاقوګان هم ورسره و او ماتهیې وویل، په جېب کې دې چې هر څه وي رایې کړه."
نويد زیاته کړه چې له هغې شپې وروسته سخت وېرېدلی او نور د ماښام له اذان سره سم کورته ځي.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی چې د کابل پوهنتون د شپې پوهنځي محصل هم دی ازادي راډیو ته وویل، په کابل ښار کې د جنايي پېښو له امله نهیوازې دی بلکې ټول خلک د خپل راتلونکي په اړه بېباوره شوي دي.
دی زیاتوي:
"غلاوو، وژنو، جنسي تېریو او داسې نورو جنايي پېښو رښتیا هم د افغانستان ښاریان ډېر اندیښمن کړي او د خپل راتلونکي په اړه بېباوره شوي چې څه به کېږي."
په کابل ښار کې د جنايي پېښو له زیاتېدو دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې شپې په اووه نیمو بجو وسلهوالو غلو د کابل ښار د خیرخانې د لومړۍ حصې په ګولايي نومې سیمه کې د سلیم په نوم یو کس په چاقو سره وواژه او د نوموړي د تره زوی یې ټپي کړ.
له دې وړاندې د کابل د اوومې امنیتي حوزې د باغ رئیس په ساحه کې د نازیلا په نوم یوه نجلۍ چې د لسم ټولګي زدهکوونکې وه د خپل عمه د زوی لهخوا ووژل شوه.
هاخوا د کابل د ولایتي شورا غړي نعمتالله هاشمي ازادي راډیو ته وویل، د جنایي جرمونو پر ضد د امنیتي ځواکونو کمزوري اقدامات او مجرمینو ته سزا نهورکول هغه څه دي چې جرمونو تهیې زمینه برابره کړې ده.
ښاغلي هاشمي وویل، ډېر کله نیول شوي مجرمین د رشوت په ورکولو سره خوشې کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"فساد موجود دی، که چېرې د کابل کوم اوسېدونکی یو مجرم امنیتي بنسټونو ته معرفي کړي او هغوی یې ونیسې په لومړي قدم کې خو هلته پیسې ورکوي او خوشې کېږي، زرګونه مجرمین چې لاپیاوړي شوي هغه مجرمین دي چې له عدلي او قضايي ادارو نه خوشې شوي دي او اوس هم خپلو جرمونو ته دوام ورکوي."
ښاغلي هاشمي وویل، د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونه او په ادارو کې کار هم اهل کار ته نهسپارل د دې لامل شوی چې مجرمین خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
خو د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې د پخوا په پرتله په دې وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې.
نوموړي زیاته کړه:
"د کابل د پولیسو او نورو ځواکونو تحرکات جدي شوي دي، پر ټولو اړخونو جدي کار کېږي چې په ترڅ کې یي داسې ډېر مجرمین نیول شوي چې په تښتونو او وژنو کې ښکېل وو، په کابل کې د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې ده."
ښاغلي عبیدي وویل، د کابل پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۶ سوه تنه د مختلفو جرمونو په تور نیولي چې دغه لړۍ لاهم دوام لري.
دی د کابل اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د امنیت د ټینګښت په هدف جدي کار کېږي او هڅه به وشي چې په کابل ښار کې د جنايي پېښو کچه راکمه شي.
راپور: عبادالله حنانزی