د لاسرسي لېنکونه

د کابل د اوومې امنیتي حوزې مسؤلین وايي چې د باغ رئیس په ساحه کې د نازیلا په نوم یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د خپل عمه د زوی له‎خوا وژل شوې ده.

د اوومې امنیتي حوزې سرپرست معراج‌الدین له ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه پېښه تائیدوي او وایي چې د نجلۍ قاتل نیول شوی او ترې تحقیقات روان دي.

د دغې نجلۍ کورنۍ وایي چې لور یې په کابل کې د سلطان راضیې ښوونځي د لسم ټولګي زده‎کوونکې وه او نن سهار ښوونځي ته په لاره وژل شوې ده.

دوی وایي چې دغه نجلۍ د عمه د زوی خوښه وه خو نجلۍ نه‌غوښتل چې له دغه هلک سره واده وکړي نو ځکه تر دې وړاندې څو ځلې ګواښل شوې هم وه.

د نازیلا کورنۍ له حکومته د عدالت غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG