د هلمند لښکرګاه ښار او کندهار تر منځ لار درېیمه ورځ هم د ترافیکو پر مخ بنده ده.
ویل کېږي وسلهوالو طالبانو د یادې لارې شپږ لوی او واړه پلچکونه په ماینونو ویجاړ کړي دي او پر هغه موټرونو ډزې کوي چې غواړي د دې لارې مسافرین انتقال کړي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته ویلي دي چې امکان لري سبا پنجشنبه ویجاړ شوي پلچکونه ورغوي او لار د مسافرو پر مخ پرانیزي.
موټر چلوونکي بیا وايي، کاروبار يې په ټپه درېدلی او درې ورځې کېږي چې لار د مسافرو پر مخ تړل شوې ده.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې: