د لښکرګاه-کندهار تر منځ لار د ماینونو او وسلهوالو له شتونه پاکه شوې ده.
د نهر سراج څخه تېریدونکي دغه لار چې یوه میاشت وړاندې د وسلهوالو لهخوا د هر ډول ټرافیکو پر مخ تړل شوې، تر هغه ډېره تخریب شوې چې خلکيې په اړه فکر کوي.
چارواکي وايي، په لسګونو پلچکونه وران شوي او د سلګونو هغه غارونو تر رغول کېدو وروسته به ملکي ټرافيکو ته هم اجازه ورکړي چې د وسلهوالو د ماینونو له امله رامنځته شوي دي.
زموږ همکار محمد الیاس داعي وايي، اسانه نهده چې د دې لارې په اوږدو کې د تېر شوي ناوړه وضعیت دقیق انځور ورکول شي.
په دې اړه نور تفصیل په دې راپور کې اورو: