د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

شمس: د کاپي رایټ قانون سرغړونکي به لویې څارنوالۍ ته معرفي شي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د کاپي رایټ قانون د ښه عملي کولو لپاره د تفاهم‌لیکونو طرحې له کورنیو چارو، مالیې وزارتونو او لویې څارنوالۍ سره لاسلیک کړې.

یاد مسؤلین وايي، دغه وزارت د لویې څارنوالۍ او د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو په مرسته کوښښ کوي چې په هېواد کې د کاپي رايټ قانون په ښه ډول عملي کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرداری ورکوي او وايي، هر چا چې د کاپي رايټ قانون له موادو څخه سرغړونه وکړه عدلي او قضایي ارګانونوته به‌یې معرفي کړي.

یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ په همدې اړه یو شمېر تفاهم‌لیکونه د کورنیو چارو مالیې وزارتونو او لویې څارنوالۍ سره لاسلیک کړل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین زردشت شمس ازادي راډیو ته وویل چې د دغه قانون له ښه عملي کولو څخه‌یې هدف د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقونو څخه دفاع ده.

نوموړي زیاته کړه:

"اړوند وزارتونه په ځانګړي ډول د کورنیو چارو، مالیې او لویې څارنوالۍ زموږ سره په همدې برخه کې، همکاره دي، باید په دې برخه کې ډېره هماهنګي رامنځته شي، د قانون پر اساس هر کس که شکایت وکړ چې اثر یې د هغه کس له اجازې پرته چې په لمړي ځل‌یې خلق کړی په غیر قانوني ډول ګټه اخلي، هغه کس حق لري چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته خبر ورکړي."

ښاغلي شمس زیاته کړه چې تر اوسه‌یې دوه قضیې لویې څارنوالۍ ته معرفي او ۱۴ نورې د کاپي رایټ قانون څخه د سرغړونې قضیې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا تر څېړنې لاندې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو پر اساس د دغه قانون د ښه عملي کولو لپاره یو شمېر د عامه پوهاوي پروګرامونه هم په نظر کې لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند وايي، که څه هم په ۱۳۸۷ کال د کاپي رایټ قانون تصویب شو، خو د ځینو نړیوالو هوکړه‌لیکونو او کنوانسیونونو له لاسلیک او د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې له غړیتوب وروسته په قانون کې ځینو تعدیلاتو ته اړتیا لیدل کېږي.

د نوموړي په خبره دغه قانون له ځینو تعدیلاتو وروسته د ولسي جرګې له لوري تصویت او دا مهال نافذ دی.

له بلې‌خوا د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې دغه اداره په افغانستان کې د کاپي رايټ قانون د عملي کېدو په برخه کې ژمنه ده.

رسولي: لویه څارنوالي د کاپي رايټ قانون د عملي کېدو په برخه کې ژمنه ده.
رسولي: لویه څارنوالي د کاپي رايټ قانون د عملي کېدو په برخه کې ژمنه ده.

د دغه ادارې ویاند جمشید رسولي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په دغې هوکړه کې چې کوم مسؤلیتونه د لویې څارنوالۍ ادارې ته ورګرځي موږ ژمن یو چې له نورو ادارو سره په همغږۍ خپل مسؤلیتونه سرته ورسوو څو وکړای شو د کاپي رایټ قانون څخه مو په افغانستان کې ملاتړ کړی وي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین زیاته کړه له دې سره-سره چې د کاپي رایټ قانون نافذ دی، خو لیدل کېږې چې د مؤلف حق او کاپي کوونکو مسؤلیت ته پاملرنه نه‌ده شوې، دا د دې سبب شوی چې د یوې ادارې، شخص او یا د نورو هنرمندانو خلاقیت په غیر قانوني ډول استفاده کېږي.

ښاغلی شمس وایي، هنرمند یا د یوې مفکورې څښتن چې په لمړي ځل د خپلې طرحې له لارې پروګرام جوړ کړي، باید د هغه معنوي مالک وپېژندل شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG