د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت افغانستان کې د کاپي رایټ فرهنګ دودوي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غواړي په هېواد کې د کاپي رایټ فرهنګ دود کړي.

د دې وزارت چارواکي وايي، تر اوسه هم په هېواد کې له کاپي رایټ څخه معقوله ګټه نه‌اخیستل کېږي چې دې کار د رسنیو، مؤلفانو، هنرمندانو او داسې نورو نوښتګرو شکایتونه پورته کړي دي.

د دې لپاره چې په هېواد کې د کاپي رایټ اصول په بشپړه توګه مراعت شي، دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ کابل کې د کاپي رایټ د فرهنګ د دودولو تر نامه لاندې، یو کنفرانس تنظیم کړی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال زردشت شمس وویل، سره له دې چې په دې برخه کې یو لړ اصول نافذ دي، خو لیدل کېږي چې مؤلف په‌کې خپل حق او کاپي کوونکي په‌کې خپل مسؤلیت ته پاملرنه نه‎ده کړې او همدا لامل دی چې د یوې ادارې، شخص یا رسنۍ، له پنځونو څخه نورو په غیر قانوني ګټه اخیستې ده.

ښاغلي شمس وویل، مؤلف، هنرمند او د یوې مفکورې خاوند چې د لومړي ځل لپاره د خپلې طرحې د پلي کولو لپاره یو پروګرام جوړ کړي، باید د هماغه پروګرام معنوي خاوند وبلل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال زردشت شمس
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال زردشت شمس

ښاغلی شمس وايي:

"یو ناشر له مؤلف نه پوښتنه نه‌کوي او کتاب‌یې بیا چاپوي، مؤلف په دې خبر نه‌دی چې که دا کار کېږي نو باید پوښتنه ځینې وشي. که مؤلف ته‌یې حق ورکړی وي، نو سمه ده او که نه نو، ناشر که د پروډکشن دی، که هنري مجبور دی چې هغه ته امتیاز ورکړي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو وویل، داسې هم پېښ شوي چې کله یوه رسنۍ په قانوني ډول یوه سپورټي سیالۍ خپروي بل‌یې ورنه کاپي کوي یا د فلم یا سریال خپرول چې بله رسنۍ پرته له دې چې د اخیستونکي ارګان امتیاز یاد کړي، خپروي یې.

د دې وزارت چارواکو دا هم وویل، د کاپي رایټ قانون په ۱۳۸۷ لمریز کال کې تصویب شوی خو کله چې هېواد د ځینو نړیوالو کنوانسینونو او تړونونو او په تېره د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، د دې اړتیا پیدا شوه چې په دغه قانون کې د لا پیاوړتیا په مقصد، یو لړ بدلونونه راوستل شي.

د عدليې وزیر بصیر انور وویل، د سوداګرۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په ګډه سره د کاپي رایټ د قانون په نوې طرحه کې بدلونونه راوستي او ډېر ژر به نافذ شي.

انور: د کاپي رایټ د قانون په نوې طرحه کې بدلونونه راوستل شوي.
انور: د کاپي رایټ د قانون په نوې طرحه کې بدلونونه راوستل شوي.

ښاغلي انور زیاته کړه:

"د بشپړې پیاوړتیا وروسته دا قانون خپل پړاوونه وهي. دا قانون په اووه فصلونو او ۴۶ مادو کې تدوین شوی، دقت په‌کې شوی او یو مهم قانون دی."

د رسنیو ځینو استازو وویل، دغه قانون له یوې خوا خلکو ته په سمه توګه تشریح شوی نه‌دی او له بلې‌خوا ځینې رسنۍ چې فعالیتونه‌یې نوي پیل کړي، د لا فعالیت په خاطر یې هڅې کړي چې د نورو له لاسته راوړنو ګټه واخلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو وویل، د دې قانون د تشریح لپاره به په مرکز او ولایتونو کې د رسنیو مسؤلینو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG