د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د افغان ژورنالېستانو د ستونزو د ارزونې پایلې اعلان شوې


د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د افغان ژورنالېستانو او خصوصي رسنیو د فعالیتونو او کاري ستونزو په اړه د خپلې ارزونې نتیجه اعلان کړه.

اطلاعاتو ته نه‌لا‎سرسی، ناامني، د ژورنالېستانو او خصوصي رسنیو اقتصادي ستونزې، له ښځینه ژورنالېستانو سره ناوړه چلند، د خبریالانو د وژنو د دوسیو نه‌څېړل او داسې نور، هغه موارد دي چې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه‌یې په ګوته کوي.

یادې ټولنې په دې اړه د هېواد د ژورنالېستانو او خصوصي رسنیو د فعالیتونو او کاري ستونزو په اړه، د خپلې ارزونې نتیجه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې اعلان کړه.

د دې ټولنې اجرائیه رئيس فهیم دشتي وویل، دغه ارزونه ښيي چې د ژورنالېستانو او رسنیو ستونزې سږکال د تېر کال په نسبت زیاتې شوي او له حکومته هیله ده چې اوارۍ ته یې تدابیر جدي کړي.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې اجرائیه رئيس فهیم دشتي
د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې اجرائیه رئيس فهیم دشتي

ښاغلي دشتي زیاته کړه:

"زموږ هدف دا دی چې دولت خپل قوي اړخونه وپيژني او پیاوړي یې کړي او د دې ترڅنګ کمزورو اړخونو ته هم پام وکړي او د ستونرو حل ته تدابیر ونیسي."

د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې مسؤلینو وویل، دا ارزونه له ۱۰۸۸ ژورنالېستانو سره د مرکو په اساس ترتیب شوې ده.

په ارزونه کې راغلي چې ۶۰ سلنه ژورنالېستان اطلاعاتو ته له لاس رسي نا خوښ دي.

۳۰ فیصدو یې ویلي چې ښځینه ژورنالېستانې په دفترونو او له دفترونو بهر، له جنسي ځورونو سره مخ دي.

ارزونه دا هم وايي چې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتې پېښې د ۲۰۱۵ میلادي میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۹ او د سږ کال په همدې موده کې ۶۰ ته رسېدلي دي او د خبریالانو د وژنې دوسیې په بشپړه توګه څېړل شوي نه دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د ژورنالېستانو د ستونزو حل او د دوی له فعالیتونو سره مرسته کول، د حکومت په پلانونو کې شاملې موضوع‎ګانې ده.

د دې وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډیو ته وویل، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نافذ دی او په مجموع کې د ژورنالېستانو د ستونزو حل ته معتبرې کمېټې جوړې شوي چې کارونه یې په جدي توګه پر مخ روان دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د دوسیو د څېړلو کمېټه، د ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ پر موضوع‎ګانو کار کوي. اطلاعاتو ته د لاس‎رسي قانون یوه تکاملي پروسه ده او وخت غواړي. دا وزارت هغو ټولو ټکو ته د رسېده‎ګۍ هڅې کوي، هیله مند یو چې د رسنیو او ژورنالېستانو د وضعیت په ښه‎والي کې مؤثر و اوسو."

افغان ژورنالېست حزب الله اتل ازادي راډیو ته وویل، حکومت ته پکار ده چې د ژورنالېستانو او رسنیو اړوند نافذ قوانین دې وڅاري او په جدي توګه دې پلي کړي.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه وايي، که حکومت دغو ستونزوته پام ونه کړي د رسنیو کارونه به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG