د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

اجرائیه رئیس: دولتي ادارې باید خلکو ته په وخت معلومات ورکړي


د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د وزیرانو په شورا کې دولتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو کړنو په اړه له خلکو سره په وخت معلومات شریک کړي.

عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په لمانځ‌غونډه کې وویل، معلوماتو ته له لاسرسي پرته حکومت نه‎شي کولای لاسته راوړنې ولري.

عبدالله: دولتي ادارې مکلفې دي خلکو ته په وخت معلومات ورکړي.
عبدالله: دولتي ادارې مکلفې دي خلکو ته په وخت معلومات ورکړي.

عبدالله زیاته کړه:

"موږ ټول مسؤلیت لرو او د وزیرانو شورا په غونډه کې ادارو ته واضح دستور ورکړل شو چې په دې برخه کې همکاري وکړي، له ټولو ستونزو سره او هغه دندې چې په دولت کې د مسؤل کس په توګه لرو، د بیان د ازادي له مراعتولو او معلوماتو ته له لاسرسي پرته، موږ نه‎شو کولای لاس ته راوړنې ولرو."

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ۱۳۹۳ لمریز کال کې تصویب شوی او د عملي کېدو لپاره‌یې نېږدې یو کال وړاندې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون رامنځته شو.

د دغه کمېسیون رئیس سیداکرام افضلي وايي، حکومت مسؤلیت لري چې د خپلو کړنو او د پیسو د مصرف د څرنګوالي په برخه کې ولس ته حساب او په وخت معلومات ورکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون رئیس سیداکرام افضلي
اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون رئیس سیداکرام افضلي

ښاغلي افضلي زیاته کړه:

"خلک حق لري هغه پرېکړې چې د دوی ژوند پورې اړه لري ورباندې پوه شي او د حکومت په کړنو، د پیسو د مصرف د څرنګوالي په ګډون له حکومت حساب وغواړي، حکومت مسؤلیت لري، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې عملي ګامونه واخلي."

ښاغلي افضلي په افغانستان کې پر بهرنیو ادارو هم غږ وکړ چې له افغانانو سره د خپلو کړنو په اړه معلومات شریک کړي.

په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د افغانستان د ژورنالېستانو شورا شکایت کړی چې ځینې حکومتي ادارې په خپل وخت له رسنیو سره معلومات نه‌شریکوي.

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامچي یاماموتو په جوړه شوې غونډه کې اندېښنه ښکاره کړه چې په افغانستان کې ډېری دولتي ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په اړه پوهاوی نه‌لري.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامچي یاماموتو
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامچي یاماموتو

ښاغلي یاماموتو زیاته کړه:

"ډېری دولتي بنسټونه او خلک د دغه قانون په اړه پوهاوی نه‌لري چې څنګه‌یې حقونه خوندي شي ځینو خو ان د قانون کاپي هم نه‌ده ترلاسه کړې."

اطلاعاتو ته د لاسرسي څارنې کمېسیون رئیس وايي چې په دې برخه کې یې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي چې دا پروګرامونه دا مهال په لسو ولایتونو کې دوام لري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن وايي، اطلاعاتو ته لاسرسی حکومتي ادارې پیاوړې کوي، له سولې سره مرسته کوي او په حکومت د خلکو باور زیاتوي.

د یونېسکو یا ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان له‎خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ په ۲۰۱۵ میلادي کال د سېپټمبر ۲۸مه نېټه ونومول شوه.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG