د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

افضلي: حکومت دې له خلکو سره په خپل وخت اطلاعات شریک کړي


اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون وايي، که خلکو ته په خپل وخت او کره معلومات ورنه‌کړل شي، نو د ولس او حکومت تر منځ به واټن رامنځته شي.

دا کمېسیون وايي چې اوس هم د خلکو او حکومتي بنسټونو تر منځ د معلوماتو د شریکولو په برخه کې ستونزه موجوده ده.

د دغه کمېسیون رئیس سید اکرام افضلي د دوشنبې په ورځ افغانستان کې "اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ د ترویج او پياوړتیا کمپاين" د پيل په مراسمو کې له حکومته وغوښتل چې له خلکو سره په خپل وخت اطلاعات شریک کړي.

د نوموړي په خبره له دې پرته به د خلکو او حکومت تر منځ واټن زیات او په حکومتوالۍ به ناوړه اغېز وکړي.

اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمېسیون رئیس سید اکرام افضلي
اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمېسیون رئیس سید اکرام افضلي

ښاغلي افضلي زیاته کړه:

"حکومت مسؤلیت لري چې کره او په خپل وخت معلومات خلکو ته وړاندې کړي، له هغه پرته به امکان ونه‌لري چې مسؤلین په ځانګړي توګه ویاندویان او د اطلاع رسولو نورې مراجع دا مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي، له دې پرته به د خلکو او حکومت تر منځ فاصله زیاته شي او خلک به په بې خبرۍ کې وساتل شي چې بیا په خپله دا کار په افغانستان کې د حکومتوالۍ وضعیت خرابوي، نو لازمه ده چې حکومت په دې برخه کې پام وکړي."

ښاغلی افضلي وايي، که مسؤل او اړوند چارواکي له کومو مؤجه دلایلو پرته په خپل وخت اطلاعات له رسنیو او خلکو سره شریک نه‌کړي، نو اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار د کمېسیون له لوري به لوی څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د فرهنګ د ترویج او پياوړتیا دغه کمپاین چې هدف‌یې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي زیاتول دي د یوې میاشتې لپاره دوام وکړي.

د دې کمپاین مسؤلین وايي چې ځیني وخت د نه‌پوهاوي له امله خلک اطلاعاتو ته د لاسرسي نه محرومېږي.

د دې کمپاین مسؤلین وايي چې ځیني وخت د نه پوهاوي له امله خلک اطلاعاتو ته د لاس رسي نه محرومیږي.
د دې کمپاین مسؤلین وايي چې ځیني وخت د نه پوهاوي له امله خلک اطلاعاتو ته د لاس رسي نه محرومیږي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ۱۳۹۳کال کې تصویب شوی او دغو هدفونه ته د لاسرسي په خاطر، نېږدې یو کال وړاندې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون رامنځته شو.

که څه هم د دغه کمېسیون غړي وايي چې لاسته راوړنې لري، خو یو شمېر خبریالان بیا د اطلاعاتو ورکولو په برخه کې د حکومتي چارواکو له نه همغږۍ سر ټکوي.

خو د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د حکومت له لوري د اطلاعاتو د شریک‎ کېدو په برخه کې ستونزه نه‌لیدل کېږي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د اطلاع ورکولو په برخه کې د حکومت له لوري جدي ستونزه نه‌ده موجوده، ممکن د نظام په داخل کې ځیني استخباراتي بهیرونه چې روان دی، د ملي مصلحت له مخې د ځینو مسایلو شریکولو ته اړتیا ونه‌لیدل شي، له هغه پرته موږ تل خلکو ته احترام لرو او د دوی په خدمت کې یو."

په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي څار کمېسیون غړی دانش کړوخېل له رسنیو غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي او له حکومته د خپل حق د اخیستلو په برخه کې پر حکومتي چارواکو فشارونه زیات کړي.

د دغه کمېسیون غړي همدارنګه ټینګار کوي چې حکومت به هغه وخت کامیابه وي کله چې کړنې یې رڼې او ټولې خواوې یې خلکو ته د لېدو وړ وي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG