نړۍ
د اوکراین پوځ او بېلتون غوښتونکي یو بل په اوربند ماتولو تورنوي
د اوکراين پوځ او د اوکراين په ختيځ کې روسپلوه بېلتون غوښتونکو پر يوه او بل له اوربنده د سرغړونې تورونه لګولي دي.
دغه اوربند د شنبې سهار وختي نافذ شوى و.
د اوکراين حکومت او بېلتون غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ پر دغه اوربند موافقه کړې وه.
د اوکراين د پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، بېلتون غوښتونکو نن د لنډمهاله اوربند له موافقې سره-سره لومړۍ کرښې ته نېږدې د دولت تر ولکې لاندې سيمو باندې ٣٩ وارې ډزې وکړې.
د پوځ په وينا، په لوهانسک او دونيڅک کې د دوى پر پوستو او سنګرونو هم د مرميو او هاوان ډزې شوې دي.
خو روسپلوه بېلتون غوښتونکي بيا د اوکراين پوځ تورنوي چې د لنډ مهاله اوربند له موافقې يې تر ٢٢٠ واره زياتې سرغړونې کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ایران کې پرون (چهارشنبې) د اعتراضونو څلورمه ورځ وه
د ایران په پلازمېنه او څو نورو ښارونو کې د پیل شویو اعتراضونو پرون (چهارشنبې) څلور ورځې پوره شوې.
د اعتراضونو دا نوې لړۍ په ازاد بازار کې د ډالر د ارزښت د بېساري لوړېدا پر ضد پیل شوې ده.
د چهارشنبې په ورځ د فارس ولایت له (فسا) ولسوالۍ څخه داسې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې چې پکې ګڼ شمېر معترضان د ولسوال د دفتر مخته ښيي.
ویل کېږي چې په دې ښار کې امنیتي ځواکونو پر معترضانو اوښکې بهیوونکی ګاز کارولی او په ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي چې معترضان د ولسوالۍ د دفتر د ودانۍ لور ته ډبرې ورغورځوي.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې معترضانو د فسا ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.
د ترکیې امنیتي ځواکونو د داعش د غړیو د نیولو خبر ورکړ
ترکیې د اسلامي دولت( داعش) د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پر ایکسپاڼه لیکلي چې یوسل او پنځه ویشت داعشیان نن سهار په ترکیه کې نیول شوې دي.
د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا کسان د ترکیې په پنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هممهاله عملیاتو په ترڅ کې توقیف شوې دي.
ترکیې اونۍ مخکې هم د داعش د یوسل او پنځلس کسانو د نیولو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې دې کسانو غوښتل د کرسمس او نوي میلادي کال د مراسمو پرمهال په ترکیه کې بریدونه وکړي.
د ایران په پلازمینه او شمیر ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونه
په ایران کې لاریونونه له پلازمېنې تهران څخه نورو ښارونو ته غځیدلي دي. دا اعتراضونه د انفلاسیون او د پیسو د ارزښت د کمیدو له کبله له پلازمینې تهران څخه نورو ښارونو ته خپاره شوې دي.
اعتراضونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پيل شول چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر بل هر وخت ټیټه شوه، نو همهغه و چې د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.
د راپورونو له مخې له تهرانه پرته، په کرج، همدان، ملارد، قشم، کرمانشاه، شیراز، اصفهان او یزد کې هم مظاهرې شوې دي.
پولیسو په ځینو سیمو کې د لاریونوالو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګازه کار اخیستی دی.
د اوکراین په اودیسا ښار کې د روسیې په بریدونو کې درې ماشومان ټپیان شوي
اوکرایني چارواکي وايي، "پر اودیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د دریو ماشومان په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي".
ددغه ښار پوځي مشر نن چهارشنبې پر خپل تلګرام کې لیکلي، "د روسیې بې پیلوټه الوتکو زموږ کورونه، لوجستکي او د انرژي د تولید سیمې په نښه کړې دي".
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه دي چې د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر استوګن ځاي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه رد کړل او مسکو يې د غلطو معلوماتو په خپرولو تورن کړ.
کرملین پرون سه شنبې ادعا کړې وه چې،"بې پیلوټه الوتکو د نووګورود په سیمه کې چیرته چې د پوتین استوګن ځای دی برید کړې دی".
وړاندې راغلي و چې دا برید پر "پوتین برید دی" دی.
بل پلو، تمه ده د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جنوري په شپږمه په فرانسه کې له خپلو لویدیزو متحداین سره له روسیې سره د سولې د خبرو اترو په اړه وګوري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي و، اوکرایین او روسیه د بل هر وخت پرتله سولې ته نژدې شوي دي.
نن د خالدې ضیا د جنازې مراسم په ډاکه کې ترسره کیږي
نن د بنګله دیش د پخوانۍ صدراعظمې خالدې ضیا د جنازې مراسم دي.
هغه چې د بنګله دیش لومړنۍ ښځینه صدراعظمه وه پرون سهار د ۸۰کلنۍ په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوه.
د محمد یونس په مشرۍ د بنګله دیش موقت حکومت په دې هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او تمه ده چې د خالدې ضیا د جنازې لمونځ د پارلمان د باندې وشي.
د هغه مړی به د بنګله دیش د پخواني ولسمشر او د هغې د خاوند ضیالرحمن ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.
موقت حکومت اعلان کړی چې په ټولو امنیتي پوستو کې به بیرغ نیمه ځوړند وي.
د خالدې ضیا د جنازې په مراسمو کې به د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون ولري.
اغلې ضیا چې درې ځلې د بنګله دیش د صدارعظمه په توګه ټاکل شوې وه، په ۲۰۱۸کال کې د شیخ حسینې په حکومت کې په مالي فساد تورنه او نورو هېوادونو ته له تګ څخه راوګرځول شوه.
د ترکیې پولیسو نژدې څلور سوه کسان داعش ډلې د اړیکو په تور نیولي دي
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، د داعش ترهګرې ډلې پر ضد عملیاتو کې يې نن سې شنبې ۳۵۷ شکمن کسان نیولي دي.
دا شکمن کسان په داسې حال کې نیول شوي چې پرون دوشنبې د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه وسله واله نښته کې درې پولیس وژل شوي او شپږ وسله وال کسان ټپیان شوي وو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي چې دا عملیات د ترکیې په ۲۱ولایتونو کې شوي دي.
له دې وړاندې د استانبول لوی څارنوالی اعلان کړی و چې پولیسو د دې ښار په ۱۱۴ سیمو او دوو نورو ولایتونو کې ډیر شمیر اسناد او ډیجیټالي مواد ضبط کړي دي.
اوونۍ وړاندې د ترکیې پولیسو له سلو ډیر کسان له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور نیولي وو.
پولیسو هغه مهال ویلي وو، " دې کسانو د کریسمس پر مراسمو د برید پلان درلوده".
ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران خپل اټومي پروګرام مخته یوسي امریکا به د اسراییلو له بریدونو ملاتړ وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې که ایران نوې اټومي موافقه ونه مني او خپل توغندیز او اټومي پروګرامونه پرمخ بوځي نو هغه به پر ایران د اسراییلو د نورو بریدونو ملاتړ وکړي.
هغه د فلوریډا په مارا-لاګو ماڼۍ کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: "زه اوس اورم چې ایران هڅه کوي بیا ځان جوړ کړي، او که دا پیښ شي، موږ به یې ودروو."
ټرمپ اشاره وکړه چې که د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي نو سمدستي مداخلې ته به اړتیا وي.
د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه ای لوړ پوړي سلاکار علي شمخاني په ایکس شبکې کې په یوه پوسټ کې وویل چې د ایران توغندیز او دفاعي وړتیاوې "د مهار وړ نه دي او د چا په اجازې نه دي تړلي."
هغه زیاته کړه: "هر ډول یرغل به د سمدستي او سخت غبرګون سره مخ شي داسې چې د طراحانو له تصوره به هم بهر وي."
اسراییل د جون په میاشت کې د ۱۲ ورځو لپاره له ایران سره جګړه وکړه او له امریکا سره په ګډه یې د ایران مهم اټومي تاسیسات هم بمبار کړل.
د جرمني یوې محکمې پر یهودانو د برید د پلان په تور د یوه افغان د زنداني کولو امر کړی
د جرمني د عدالت فدرالي محکمې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه افغان د نومبر په پنځمه په ډنمارک کې د جرمني په غوښتنه نیول شوی او د یکشنبې په ورځ جرمني ته وړل شوی دی.
د بیان په اساس دغه کس تورن دی چې د ایران په جاسوسۍ له یوه بل تورن افغان الاصله ډنمارکي سره یې اړیکې درلودې.
داسې انګیرل کېږي چې تازه نیول شوي افغان د ایران په جاسوسۍ تورن افغان – ډنمارکي سره ژمنه کړې څو یوه دریمګړي ناپيژاند ته وسله برابره او په جرمني کې پر یهودي اهدافو بریدونه وکړي.
۵۳ کلن ډنمارکی افغان هم تېره جون د ډنمارک په ارهوس کې نیول شوی او دمګړۍ په جرمني کې تر محاکمې مخکې په توقیف کې ساتل کېږي.
هغه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له قدس ډلې سره په همکارۍ تورن دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ ویلي شکمن جاسوس هڅه کوله چې د بریدونو د ترسراوي لپاره خلک وګماري.
ایران هغه تورونه رد کړي وو.
د ګلوب ساکر جایزې؛ عثمان ډمبله د کال غوره فوټبالر او رونالډو د منځني ختیځ غوره لوبغاړی
عثمان ډمبله د ګلوب ساکر د ۲۰۲۵ کال د غوره فوټبالره جایزه وګټله.
د ګلوب ساکر د سپورتي جایزو مراسمو پرون په دوبۍ کې ترسره شول.
ډمبله د فرانسې د پاریسنټ جرمن ټیم غړی دی.
عثمان ډمبله چې سږ کال یې د طلا توپ یا بلون ډي اور هم ګټلی وتوانېد د نړۍ نور غوره فوټبالران لکه کیلیان ایمباپي، رافینها، ویټینها او لامین یامال شاته پریږدي.
کریسټیانو رونالډو بیا د منځني ختیځ د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
رونالډو د سعودي عربستان په لیګ کې د النصر لپاره لوبیږي.
د بارسلونا مخکښ ځوان لوبغاړي لامین یامال هم له لاسته راوړنو ډکه شپه درلوده. هغه درې جایزې وګټلې: د لا لیګا د ۲۳ کلونو څخه کم عمره د کال غوره لوبغاړی، غوره فارورډ او د مارادونا جایزه.
د ټینس نامتو لوبغاړي نوواک جوکوویچ چې ۲۴ ځله د ټینس ګرانډ سلم اتلولي لري له کریستیانو رونالډو څخه په الهام د ګلوب ساکر لومړنۍ جایزه خپله کړه.
پاریس سینټ جرمن ټیم هم د کال د نارینه وو د ټیم لقب وګاټه.
یو.ان.هبیتات: د کابل د هرو ۵ اوسیدونکو له ډلې ۴ په غیر رسمي هستوګنځېو کې اوسیږي
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ( یو.ان.هبیټات) وایي، د کابل د هرو پنځو اوسیدونکو له ډلې څلور هغه په غیر رسمي هستوګنځایونو کې اوسیږي.
دغه بنسټ پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ښاري نفوس څلویښت فیصده د کابل ښار اوسیدونکي دي.
د دوی په ټکو عمده برخه دغه اوسیدونکي په غیر رسمي کورونو کې ژوند کوي.
د یو.ان.هبیټاټ په وینا د کابل اوسیدونکي د اقلیمي بدلونونو، سیلابونو، ځمک ښویدنې په وړاندې او د پیاوړ ودانیو د نه لرلو له کبله زیانګالي دي.
که څه هم د کابل کره نفوس معلوم نه دی، خو ځینې راپورونو کې د ۴ تر ۷ میلیونو پورې یادیږي.