د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۱

حدید: نړیوال قدرتونه افغانستان کې د جنګ دواړه لوري تمویلوي


د بلخ ولایتي شورا استازي دې ولایت کې د ناامنیو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.

د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید وايي چې د نړۍ لوی قدرتونه هڅه کوي چې په شمال زون خاصتاً بلخ ولایت کې د وسله‎والو مخالفینو له‌خوا ناامني پراخه کړي.

د ښاغلي حدید په باور چې د افغانستان جګړه کې دخیل لوی قدرتونه له دواړو لورو "هم افغان پوځیانو او هم د طالب وسله‌والو" څخه ملاتړ کوي.

هغه له دې سره چې له هېڅ یوه هېواده په مشخص ډول نوم وانه‎خیست، خو ویې‌ویل چې افغانستان کې جګړه د دې هېواد د ملاتړو له‌خوا توده ساتل کېږي.

د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید
د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید

هغه وویل:

"نړیوال قدرتونه هڅه کوي چې د افغانستان له دښمنانو څخه ملاتړ وکړي، له هغه کسانو چې نن موږ له‌منځه وړي، وطن مو ورانوي. یو ډله‌یې له یوه لوري ملاتړ کوي او بله ډله‌یې له بل لوري، دا جګړه پر موږ تحمیل شوې او جنګ‌یې شمال ته راوستی دی."

د بلخ ولایتي شورا مشر له خلکو څخه غواړي څو د ښه امنیت ټینګښت لپاره او د ترورېزم د له‎منځه وړلو په خاطر له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د بلخ والي د دفتر مشر قیس مهر ایین هم وايي چې له بلواګرۍ او ترور سره د مبارزې یوه بریالۍ لاره له افغان امنیتي ځواکونو څخه په ځان او مال ملاتړ دی.

هغه د افغان پوځیانو د ملاتړ په اړه داسې وویل:

"کله چې زموږ یو صاحب منصب، یا هم یو سرتېری خپل ځان قربانوي او د جګړې لومړۍ کرښې ته ورځي، نو بناً موږ او تاسې یې په مال او ځان ملاتړ ترسره کړو او د هغوی مېړانه وستایو."

د بلخ د علماو شورا مشر ذبیح‌الله حقجو وايي چې حکومت د افغان پوځ د سرتېرو برخلیک ته بې‌پامه دی او زموږ پوځیان له لږ مالي او جنګي امکاناتو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې له دښمن سره په جګړه بوخت دي.

حقجو زیاته کړه:

"تاسو خپل عیش و نوش کوئ، ټول وسایل ستاسو په اختیار کې دي، معاش مو په ډالرو اخلئ، افغان ځواکونو ته یوازې ۱۲ زره افغانۍ ورکوئ، دوی په میاشتو میاشتو خپلو کورونو ته نه‌ځي او په لږو امکاناتو سره د دښمن پر وړاندې جنګېږي، زما غوښتنه له تاسو څخه دا ده چې د پوځیانو معاش ورزیات کړئ."

په داسې حال کې د بلخ ولایتي شورا په شمال خاصتاً بلخ کې د ناامنیو د زیاتوالي په اړه اندېښه ښيي چې څه موده وړاندې هم د بلخ سرپرست عطا محمد نور په ډاګه وویل چې د افغانستان په شمال زون کې د نړۍ د لویو قدرتونو نیابتي جګړه دوام لري.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG