د افغان ځوانانو ملي ټولنه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنوي په هدف د اسلام په رڼا کې د ښځو پر حقونو ټینګار کوي.
دغه ټولنه وايي، د اسلام له نظره ښځې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې رغنده رول لري او هغه حقونه چې په اسلامي کې ښځو ته ورکړل شوي په بل دین کې نشته.
په کابل کې د میلاد نبي په مناسبت په یوې جوړې شوې غونډه کې په اسلام او په ځانګړي ډول د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «ص» له خوا ښځو ته د هغوی د حقونو د ورکړې په اړه خبرې وشوې ټینګار وشو چې په اسلام کې ښځو ته په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې پوره حق ورکړل شوی چې باید ورته درناوی وشي.
دغه غونډه د افغان ځوانانو د ملي ټولنې له خوا جوړه شوې وه چې ګڼ شمېر ځوانانو په کې ګډون کړی و.
په دغه غونډه کې د افغان ځوانانو د ټولنې مشر عبدالله هاشمي د اسلام له نظره د ښځو پر حقه حقونو ټینګار وکړ ویې ویل چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لومړنی کس وو چې د ښځو په برخه کې یې د جهالت د دورې د بی عدالتیو پر وړاندې مبارزه وکړه او ښځو ته یې هغه حقونه ورکړل چې تر هغې مخکې نه وو ورکړل شوي.
نوموړي زیاته کړه:
"څرنګه چې نارینه حقوق لري ښځې هم ځانګړي حقونه لري، په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې ښځې محوري ونډه لري، نو ځګه له مشرکینو سره د رسول کریم ص د جنګونو په وخت کې د جګړې په ډګر کې ښځو رغنده ونډه درلوده."
کله چې دعربو په نیمه وچه کې د اسلام رڼا خوره شوه ورسره سم د ښځو په ژوند کې خورا ډېر بدلون رامنځته شو او هغه حقونه چې د جهالت له کبله له ښځو اخیستل شوي وو هغوی ته بېرته ورکړل شول.
له اسلام نه مخکې به ښځې ژوندی خښېدلې، دغه راز یو کس کولای شول ډېرې ښځې په خپل واک کې ولري هغوی که خپلواکې وې او که وینځې د وینځو په توګه کارېدلې، خو د اسلام په راتګ سره ښځو ته ځانګړي حقونه ورکړل شول او هغوی د بشریت د نیم اړخ په توګه له درناوي نه برخمنې شوې.
له دی مخکي یو شمېر دیني عالمانو هم د ګڼو غونډو په ترڅ کې د اسلام په رڼا کې د ښځو پر حقونو ټینګار کړی او ویلي یې دي، که افغانان د ښځو د حقونو په برخه کې د اسلام د پیغمبر لارښوونې عملي کړي، له یوې ښځې سره به هم زور زیاتی ونه شي.
په ورته وخت کې د افغان ښځو شبکې مشرې حسينې ساپۍ ازادي راډیو سره په خبرو کې له دیني عالمانو او د حج او اوقافو له وزارت نه وغوښتل چې په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه خلکو ته تبلیغ وکړي څو له دی لارې ښځو ته عدالت پلی شي.
نوموړې زیاته کړه:
"موږ د عدالت پلي کول غواړو، له حج او اوقاف وزارت څخه هم غوښتنه کوو چې د ښځو د حقونو په اړه تبلغات وکړي څو خلک په دی پوه شي چې ښځې او نارینه د یوبل لباس دی."
سره له دې چې حکومت او د ښځو د حقونو په لسګونو کورنۍ او بهرنۍ ملاتړې موسسې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي، خو له دې سره ـ سره په ځینو ځایونو کې د ښځو پروړاندې د زور زیاتي بوږنوونکې پېښې تکرارېږی.
افغان چارواکي او اړوندې موسسې بیا وایي چې د ښځو د حقونو خوندیتوب د دوی په لومړیتوبونو کې دی او په دې برخه کې به خپلې هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.
څه باندې دوې اوونۍ مخکې د افغانستان د ښځو وزارت له خوا په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین هم پیل شوی و چې تېره ورځ پای ته ورسېد.
راپور: عبادالله حنانزی