په کندز کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر چارواکي وايي چې د کندز په دوه ځلي سقوط کې ښکېلو ډلو غېر انساني اعمال ترسره کړي همدارنګه بشري حقوق یې تر پښو لاندې کړي چې دا ټول په جنګي جنایت کې شمېرل کېږي.
په دې ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مشر حیات الله امیري ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل چې د کندز جګړو کې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله ورسېده.
نوموړی وايي:
"د ملکي خلکو وژنه، د خلکو په کورونو کې سنګر نیول، د زرګونو کورنیو بې ځایه کېدل، له ملکي خلکو نه د سپر په توګه ګټه اخېستنه په ملکي مېشتو سیمو کې جګړې ته دوام دغه ټول موارد د بشري حقونو سره په ټکر کې دي او د نړیوالو بشر دوستانه حقونو خلاف کار دی. دا ټول اعمال په کندز کې ترسره شوي دي چې جنګي جنایت شمېرل کېږي."
خو نوموړي ونه ویل چې کومې ډلې د کندز په دوه ځلي سقوط کې ډېر جنګي جنایت ترسره کړی دی، همدارنګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ارقامو وړاندې کولو څخه یې هم ډډه وکړه.
ښاغلي امیري هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي څو د جګړې پر مهال نړيوالو بشري اصولو ته جدي پاملرنه وکړي او پرته له هغه دوی به د خپلو اعمالو ځواب ورکوي.
ښاغلي امیري زیاته کړه:
"موږ د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو ډلو غواړو چې د جنګ پر مهال اسلامي اصولو ته او نړیوال بشر دوستانه موازینو ته جدي پاملرنه وکړي؛ د ملکي خلکو وژلو څخه ډډه وکړي، د کورونو څخه د سنګر په توګه کار وانهخلي او په هغو سیمو کې چې ملکي خلک ژوند کوي مایونونه خښ نه کړي باید دغو ټولو مواردو ته دوی پاملرنه وکړي."
په ورته وخت کې د کندز مدني فعالان هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنې څرګندوي.
مدني فعالان له حکومته غواړي چې ټول جنګي جنایت کاران محاکمه کړي څو په هېواد کې قانون پلي کولو ته لاره هواره شي.
یوه مدني فعاله لیدا شیرزاد وايي:
"موږ د افغان امنیتي ځواکونو همدا رنګه د نړیوالو ځواکونو له فعالیتونو څخه ستاینه کوو، خو موږ له دوی غواړو څو د جګړې پر مهال ملکیانو ته جدي توجه وکړي او په جګړه کې ټولې ښکېلې ډلې باید د ماشومانو، ښځو او ځوانانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي."
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د کندز ښار اړوند بُزې کندهاري په سیمې کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برېد کې ۳۶ تنه ملکي وګړي ووژل شول چې له دې شمېر څخه ۱۷ تنه یې کوچنیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې د کندز مدني فعالانو په یوې غونډې کې ويلې وو چې د کندز په دوه ځلي سقوط کې څه باندې ۵۰۰ تنه ملکیانو وژل شوي او نېږدې ۱۰۰۰ تنه ټپیان شوي دي او د دې ترڅنګ ملکي وګړو ته درانه مالي تاوانونه هم اوښتې دي.
اجمل ارین-کندز