د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

سټیفن: نړیواله ټولنه سوریه کې د بحران پر سیاسي حل خبرې غواړي


د سوریې لپاره د عربي ټولنې او ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي مېستورا ویلي چې نړیواله ټولنه په سوریه کې د بحران پر سیاسي حل خبرې غواړي خو له‎ دې سره هم په سوریه کې پوځي کړکېچ د پراختیا په حال کې دی.

سټیفن ډي مېستورا پرون سې‌شنبه په بروکسل کې د اروپايي پارلمان غړو ته په وینا کې څرګنده کړه چې د هغه په ګډون، هېڅ‌څوک له دې سره مخالفت نه‌لري چې له داعش سره مبارزه مهمه ده.

ډي مېستورا وویل، ان د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وینا داسې انګېرل کېږي چې هغه به له داعش سره مبارزې ته په خپل کاري پروګرام کې لومړیتوب ورکوي.

د سوریې لپاره د عربي ټولنې او ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په سوریه کې د پوځي کړکېچ د پراخېدو له امله خواشیني څرګنده کړه.

ډي مېستورا: د سوریې لپاره د عربي ټولنې او ملګرو ملتونو ځانګړی استازی
ډي مېستورا: د سوریې لپاره د عربي ټولنې او ملګرو ملتونو ځانګړی استازی

سټیفن ډي مېستورا زیاته کړه:

"څرګنده ده چې زه له دې انکار نه‌شم کولای چې هلته پوځي کړکېچ پراخ شوی او زه نه‌شم درته ویلی چې د حلب ختیځ کې به جګړه څومره دوام وکړي. وروستي معلومات دا دي چې هلته پوځي فعالیتونه د پراختیا په حال کې دي."

ډي مېستورا په داسې حال کې د حلب ښار په ختيځ کې د وضعیت له خرابوالي اندېښنه څرګندوي چې د سوريې حکومتي ځواکونو روانه اوونۍ هلته د هغو شپږو سیمو د نیولو ادعا وکړه چې مخکې د رژیم مخالفو وسله‌والو په لاس کې وې.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې مرکز يې په بریتانیا کې دی، وویل چې د بشارالاسد د رژیم مخالفو ملېشو د حلب په ختیځ کې درېیمه برخه سیمې بایللې دي.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي چې دا له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د بشارالاسد رژیم د مخالفو ملېشو لپاره تر ټولو ستر شکست دی.

د حلب ختيځ په دوو برخو وېشل شوی دی او زرګونه کسان له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.

ویل کېږي چې په حلب کې دوه نیم لکه انسانان په ډېر ناوړه وضعیت کې راګېر دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې مشر هم پرون په حلب کې د ډېر ځورونکي وضعیت له امله اندېښنه څرګنده کړه او ویې‌ویل چې په حلب کې هېڅ روغتون یا صحي مرکز فعال نه‌دی پاتې او د خوراکي موادو ذخېرې هم ختمې شوې دي.

په سوریه کې د بشري مرستو ادارې د بشارالاسد پر رژیم او روسیه تور لګوي چې په عمدي ډول‌یې په حلب کې پر روغتیايي مرکزونو حملې کړي دي.

د روسیې حکومت له ډېرې مودې راهیسې، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په ملاتړ په سوریه کې هوايي عملیات کوي.

د روسیې پوځ د حلب ښار د بېرته نیولو لپاره هم د اسد د رژیم په ملاتړ هوايي حملې کړې دي.

حلب کې د وضعیت د خرابوالي له امله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د خپل حکومت دفاع او له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې وزارتونو ته دنده وسپارله چې ډېر ژر باید ګرځنده روغتیایي ډلې سيمې ته ورواستوي.

د کرېملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف پرون څرګنده کړه چې ولسمشر پوتین خپل پوځ ته سپارښتنه کړې چې د حلب ښاریانو او شاوخوا سیمې خلکو ته عاجلې مرستې وکړي.

د فرانسې حکومت غږ کړی چې امنیت شورا په سوریه کې د وضعیت په اړه د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG