د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۴۸

سوریه کې یو امریکايي سرتیري وروسته له ټپي کېدو سا ورکړه


په سوریه کې یو امریکايي سرتېري وروسته له هغې سا ورکړه چې په یوې چاودنې کې سخت ټپي شو.

د امریکا په مشرۍ د داعش د وسله‎والې ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف د قومندان سټیفن ټاونسینډ له خولې په یوې اعلامیې کې ویل شوي، دا سرتېري د (عین عیسي) په سیمه کې په یوې چاودنه کې ټپي شوی و.

اعلامیه زیاتوي چې په دې اړه به نور جزئیات په یو مناسب وخت کې وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG