نړۍ
ملګرو ملتونه: سټیفین ډیمیسټورا استعفی نه ده ورکړې
ملګرو ملتونو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د سوریې لپاره د دغه سازمان خاص استازي استعفی کړې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان پرون په یوه بیان کې وویل چې دا رپوټونه سم نهدي او ښاغلی سټیفین ډیمیسټورا خپله دنده مخته بیايي.
عربي رسنیو راپور ورکړی چې ښاغلي ډیمیسټورا د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ته ویلي چې د شخصي دلایلو له امله دنده پرېږدي.
۶۹ کلن سټيفن ډیمیسټورا دوه کاله وړاندې په سوریه کې د ملګرو ملتونو خاص استازی وټاکل شو او دنده ورکړل شوه چې د سوریې د لانجې سوله ییزې حل لارې ولټوي.
اخوا ښاغلي ډیمیسټورا تېره میاشت د سویس دولتي ټلویزیون ته وویل چې دنده یې سخته ده خو نیت نه لري چې استعفی وکړي.
د سوریې په جګړه کې تر اوسه څه باندې دوه نیم لکه کسان وژل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بلوچستان کې د پولیسو پر یوې پوستي په برید کې ۹ پولیس وژل شوي
پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان کې د پولیسو پر یوې پوستي په برید کې ۹ پولیس وژل شوي.
یو سمیه ییز لوړپوړی چارواکي عبدالقدوس فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي،"د پولیسو پر هغې پوستې چې د "منګي" بند د پروژې امنیت يې تامینوه وسله وال برید شوی چې نهه پولیس په کې وژل شوي او یو شمیر نور نادرکه دي".
د بلوچستان ایالت د حکومت ویاند شاهد ریند د پېښې په تایید سره ویلي،" لوړپوړي افسران په وژل شویو کسانو کې شامل دي".
هغه د برید مسولیت پر اسلام پالو ډلو اچولی دی.
تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی .
د فوټبال په نړیوال جام کې نن ارجنټاین له مصر او سویس له کولمبیا سره لوبې لري
د فوټبال په نړیوال جام کې نن سه شنبې ارجنټاین له مصر او سویس له کولمبیا سره لوبې لري.
د تیرې ورځې په لوبو کې بلجیم امریکا ته ۴ د ۱ پر وړاندې، او اسپانیايې ۱ د صفر پر وړاندې پرتګال ته ماتې ورکړي وه.
د فوټبال په ډګر کې د پرتګال پرونۍ لوبه د نړۍ د ستوري او د پرتګال لوبډلمشر کرستیانو رونالډو وروستۍ لوبه وه.
روڼالډو له دې مخکې تایید کړې وه چې له نړیوال فوټبال سره مخه ښه کوي.
ولسمشر ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه انقرې ته ورسید
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه د ترکیې پلازمینې انقرې ته ورسید.
فرانس پریس خبري اژانس لیکلي،" د اروپا امنیت او د غړو هېوادونو د امنیتي بودیجې لوړول د اجنډا مهمه برخه ده".
له دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو،"پنټاګون په دې غور کوي چې په اروپا کې د خپلو ځواکونو شمیر را کم کړي".
د ناټو سرمنشي مارک روته وايي،" اروپا په امنیتي برخو کې د بودیجې د لوړولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کوي".
بل پلو، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه هڅه کوي چې د وسلو د اخیستلو په نویو قراردادونو سره ټرمپ قانع کړې چې د ناټو غړو هېوادونو د امنیت په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.
تمه ده د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ناټو سرمشریزې په حاشیه کې له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.
د ناټو مشران سه شنبې انقره کې غونډه کوي
د ناټو د غړو هېوادونو مشران به د انقرې په غونډه کې د میلیاردونو ډالرو په بیه د وسلو د پیرلو نوي تړونونه اعلان کړي.
د ناټو سرمنشي، مارک روته د غونډې په درشل کې د دوشنبې په ورځ وویل چې دا ګام د دې لپاره اخیستل کېږي څو د امریکا ولسمشر ته وښودل شي چې دوی د دفاعي لګښتونو د زیاتولو لپاره خپلې ژمنې عملي کوي.
ولسمشرټرمپ به د سې شنبې په ورځ د ترکیې په پلازمېنه کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د مشرانو غونډه کې ګډون وکړي.
ټرمپ تردې مخکې ، د ایران پر ضد د خپلې جګړې په اړه د اروپا پر غبرګون سختې نیوکې کړې دي.
د ناټو غړو هیوادونو یو کال مخکې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د خپل ناخالص کورني تولید (GDP) پنځه سلنه د دفاع او امنیت اړوندو لګښتونو ته ځانګړې کړي.
د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد د پخواني مشر ایات الله علي خامنه یي د جنازې په مراسمو کې راڅرګند شو
د ایران پخوانی ولسمشرمحمود احمدي نژاد چې پرایران د امریکا او اسراییل د هوایي بریدونو له پیل راهیسې په عام محضرکې نه وو لیدل شوی، د دوشنبې په ورځ په تهران کې د پخواني مشر ایات الله علي خامنه یي د جنازې په مراسمو کې راڅرګند شو.
د ایران دولتي رسنیو د هغه عکس خپورکړی چې د خپلو ساتونکو په منځ کې له ویرجنو خلکو سره په سړک کې روان دی.
نژدې دوه میاشتې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړچې نوموړی یو، یا یو د هغو کسانو له ډلې و چې امریکا او اسراییل پرایران د برید په نتیجه کې د رژیم له سقوط وروسته د ولسمشرۍ لپاره غوره کړي و. دې ورځپاڼې لیکلي وچې د تحقیقاتو په نتیجه کې یې موندلې چې د امریکا او اسراییل له خوا د رژیم د بدلولو د پلان د یوې برخې په توګه د هوایي بریدونو په لومړی ورځ د هغه د اوسیدو ځای هم په نښه شوی و ترڅو په کورکې له کلابندۍ یې ازادکړي. احمدي نژاد د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې د یهودانو او اسراییل ضد تندو ویناوو سره ډیرمشهوره شوی وو.
په تهران کې د علي خامنه یي د جنازې لپاره کلک امنیتي تدابیرنیول شوي دي
د ایران د پخواني مشر ایات الله علي خامنه یي د جنازې مراسم د دوشنبې سهار وختي په تهران کې پیل شوي چې د چارواکو په خبره ملیونونه کسان به پکې ګډون وکړي. د دغو مراسمو تنظیمونکو ویلي چې دغه مراسم به په تهران کې چې ورته کلک امنیتي تدابیرنیول شوي، له لسو تردولس ساعتونو پورې دوام وکړي. چارواکي هڅه کوي چې په دغو مراسمو کې د ګډوډۍ هغه ناوړه پیښه تکرارنشي چې په ۱۳۶۸ کال کې د مخکیني مشر روح الله خمیني د جنازې په مراسمو کې شوې او لس کسان پکې مړه او زرګونه کسان پکې ټپیان شوي وو.
په هغو مراسمو کې ویرجن کسان پرهغه موټر ورمات شول چې د خمیني جسد یې لېږداوه. د ګڼې ګوڼې له امله یې کفن وشکېد او جسد یې پر ځمکه ولوېد. وروسته چارواکي اړ شول چې د ښخولو ځای ته د خمیني د جنازې د لېږد لپاره له هلیکپټرې کارواخلي.
علي خامنه یې چې د فبرورۍ په ۲۸ پر ایران د امریکا او اسراییل د برید په لومړی ورځ ووژل شو، د جنازې مراسم یې له دوو ورځو راهیسې په تهران کې پیل شوي چې وروسته به د عراق په څو ښارونو کې هم ترسره شي. ټاکل شوې د نوموړي جنازه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د هغه په پلرني ټاټوبي مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې لس کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي
روسیې نن دوشنبې سهاروختي د اوکراین پر پلازمېنې کیف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پراخ برید وکړچې په نتیجه کې یې لږ تر لږه لس کسان ووژل شول. دا برید څو ساعته وروسته له هغې وشو چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی وچې روسیه به ډیرژرپراوکراین پراخ برید ترسره کړي. اوکرایني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې د هستوګنې ودانۍ په نښه شوي او نور ۴۶ کسان پکې ټپیان شوي دي.
د اوکراین هوایي ځواکونو وویل چې مسکو په دغو بریدونو کې له ۶۸ توغندیو او ۳۵۱ ډرونونو کاراخیستی دی.
د روسیې پوځ ویلي چې دغه بریدونه یې د روسیې پرملکي تاسیساتو د "تروریستي حملو" په ځواب کې ترسره کړي دي.
تردغو بریدونه یوه ورځ مخکې د یکشنبې په ورځ زیلینسکي خبرداری ورکړ چې د اوکراین استخباراتي معلومات ښیي چې روسیه د یوې نوې حملې لپاره چمتووالی نیسي.
اوپیک پلس هېوادونو د تیلو د تولید په زیاتولو موافقه وکړه
د سعودي عربستان او روسیې په ګډون د اوپیک + اوه غړو، د یکشنبې په ورځ په یوه آنلاین غونډه کې د روان کال د اګست لپاره د تیلو د تولید په زیاتولو موافقه وکړه.
د رویټرز د راپور له مخې، د اوپیک + غړو موافقه کړې چې د تیلو تولید په ورځ کې ۱۸۸،۰۰۰ بیرل زیات کړي، که څه هم د ځینو غړو اصلي تولید لاهم له ټاکل شوې کوټې څخه ښکته دی.
سعودي عربستان، روسیې، عراق، کویټ، قزاقستان، الجزایر او عمان هم د تیلو په نړیوال بازار کې د ثبات ساتلو لپاره په خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
ټاکل شوې ده چې دغه هیوادونه د اګست په دوهمه نیټه بله غونډه وکړي.
د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د جګړې او د هرمز تنګي په بندېدو سره په سعودي عربستان، عراق او کویت کې د تیلو تولید په ورځ کې شاوخوا شپږ ملیون بیرل کم شوی.
د جون په وروستیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ تر هوکړې وروسته، په سیمه کې د باري کښتیو تګ راتګ زیات شوی او د تیلو بیه هم هغې بیې ته نږدې شوې چې له جنګونو مخکې وه.
ولسمشر ټرمپ وایي نتنیاهو ترې غوښتي چې سپینه ماڼۍ کې ورسره خبرې وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو له هغه څخه غوښتي چې په سپینه ماڼۍ کې سره وویني، او دا غونډه ممکن د ناټو له سرمشریزې څخه د هغه له راستنیدو وروسته، حتی راتلونکې اونۍ هم ترسره شي.
د بنیامین نتنیاهو دفتر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه د امریکا له ولسمشر سره په تلیفون خبرې کړي او دواړو خواوو موافقه کړې چې ژر تر ژره په امریکا کې سره وویني.
د اسراییلي چارواکو په وینا، تمه کیږي چې په دې غونډه کې به په منځني ختیځ کې د وروستیو پرمختګونو، د غزې جګړې، دوه اړخیزو اړیکو، په سیمه کې د امنیتي وضعیت او همدارنګه د ایران د مسلې په اړه بحث وشي.
د سفر او غونډې دقیقه نیټه لا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.
دا به په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو وروسته د ټرمپ او نتنیاهو لومړۍ ممکنه غونډه وي.
د فوټبال په نړیوال جام کې د برازیل او ناروې لوبه
د فوټبال په نړیوال جام کې برازیل او ناروې لوبه لري.
د دوی لوبه د افغانستان په وخت نن شپه دولس نیمې بجې د نیوجرسي په میټ لایف سټډيوم کې پيلیږي.
په بله لوبه کې به مکسیکو او انګلستان سره مخ شي.
دوشنبه هم د فوټبال په نړیوال جام کې یوه مهمه لوبه کېږي.
دوه ګاونډي او سیال ټیمونه هسپانیه او پرتګال سره مخ دي.
د دوی لوبه د تکساس په ډالاس سټډيوم کې د شپې په یوولس نیمو بجو پیلیږي.
پرتګال او هسپانیه وروستی وار د ۲۰۲۵ کال د ملتونو جام په پایلوبه کې مخ وو چې په پنالټي شوټونو کې پرتګال وګټله.