د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

ولسمشر غني د محلي ادارې د کارونو ارزونې لپاره بلخ ولایت ته تللی


ولسمشر غني د محلي ادارې د کارونو د څېړلو لپاره بلخ ولایت ته سفر کړی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې بلخ ته د ولسمشر غني اصلي هدف د محلي ادارې د کړنو څېړنه ده.

چخانسوري همداراز زیاته کړه چې په دې سفر کې به ولسمشر د محلي ادارې د چارواکو له کتنې سربېره به د مدني ټولنې له غړو، د ښځو د حقونو فعالانو او د بلخ ولایت له سپین ږیرو او مشرانو سره وګوري.

چخانسوري ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه د ولسمشر غني په دې سفر کې هېڅ داسې تصمیم ځای نه‌لري چې ګواکې عطا محمد نور رسماً د بلخ والي په توګه معرفي کړي.

تر دې دمخه ځینو محلي او ملي رسنیو دا خبره راپورته کړې وه چې د بلخ سرپرست ښاغلی نور به د ولسمشر غني له‌خوا د دواړو لورو تر منځ د مذاکرو په نتیجه کې د دې ولایت د والي په توګه معرفي شي.

مزارشریف ته د ښاغلي غني دا سفر نن د اقېنې بندر او ترکمنستان تر منځ د رېل پټلۍ له افتتاح وروسته ترسره کېږي.

د افغانستان-ترکمنستان تر منځ د اقینې رېل پټلۍ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر له‌خوا رسماً پرانیستل شوه.

ولسمشر غني د یادې پټلۍ د پرانیستې مراسمو ته وویل چې د افغانستان ترکمنستان تر منځ د رېل پټلۍ پرانیسته د دواړو هېوادونو لپاره تاریخي او نه‌هېردونکې ورځ ده.

ښاغلي غني وویل چې د اتامرات-اقینې تر منځ د اوسپنې پټلۍ پرانیسته د هغه هدف پر لور لومړنی ګام دی چې افغانستان په سیمه کې د اتصال نقطه وي.

نوموړي زیاته کړه چې په اوسني عصر کې د هېوادونو د نښلولو تر ټولو مؤثره لار د اوسپنې پټلۍ له لارې ممکن ده.

ښاغلي غني وویل د اتامرات-اقینې د رېل پټلۍ د لارې پرانیستل افغانستان او سیمې ته د ګڼو ګټو تر څنګ د هغه مهم هدف پر لور لومړنی ګام دی چې افغانستان په سیمه کې د اتصال نقطه وي.

XS
SM
MD
LG