خبرونه
ولسمشر غني د رېل پټلۍ پرانیسته پرمختګ برخه کې ستر ګام یاد کړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د رېل پټلۍ پرانیسته د دواړو هېوادونو تر منځ د پرمختګ او ثبات په برخه کې ستر ګام یاد کړ.
ښاغلي غني نن د دغې رېل پټلۍ د پرانیستې په مراسمو کې ترکمنستان د افغانستان يو نېک ګاونډى ياد کړ او ويېويل چې تليې له افغانستان سره ښې همکارۍ کړې دي.
د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف هم په دې مراسمو کې وويل چې د يادې کرښې پرانیسته به د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو د ودې لار خلاصه کړي.
د رېل دغه پټلۍ د ترکمنستان له "امام نظر" سيمې پيلېږي او په لومړي پړاو کې بهيې ٣،٥ کېلو متره برخه په افغانستان کې تېره شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په اړه پریکړه کوي
ټاکل شوې چې د ملګروملتونوامنیت شورا نن دوشنبې د هغه پریکړه لیک پرمسودې رایې واخلي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه مامویت، یوناما تمدیدوي. تمه ده چې دا ځل دا ماموریت د درې میاشتو لپاره وغځول شي. د امریکا متحده ایالاتو ویلي د دې ماموریت لنډمهاله تمدید به د ملګروملتونو امنیت شورا ته فرصت برابرکړي ترڅو دا وارزوي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته پام آیا هغه مناسب او بشپړد پلي کیدو وړدی کنه. په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازي مایک والتز د افغانستان په اړه د دې شورا د تیرې دوشنبې د ورځې په غونډه کې وویل چې د یوناما بودیجه په نړۍ کې د ملګروملتونو د نورو ځانګړو ماموریتونوپرتله ترټولو زیاته بودیجه ده.
د یوناما اوسنی یو کلن ماموریت سبا سې شنبې د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي او که د امنیت شورا غړي د پریکړه لیک مسوده تصویب کړي نو هغه به د جون میاشتې تراولسمې پورې وغځیږي.
عراقچي: "له متحدو ایالتونو سره خبرو ته لیوالتیا نه لرو"
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، ایران له متحده ایالاتو سره خبرو ته لېوالتیا نه لري. عراقچي له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه چې د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۱۵ خپره شوه وویل: " موږ کافي باثباته او قوي یو. موږ یوازې د خپلو خلکو دفاع کوو." نوموړي په دې څرګندونو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه دریځ رد کړ چې ګواکې تهران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وکړي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې عراقچي زیاته کړه: "موږ هېڅ دلیل نه وینو چې ولې باید له امریکایانو سره خبرې وکړو، ځکه موږ له هغوی سره په خبرو بوخت وو چې پریکړه یې وکړي چې پرموږ برید وکړي."
ولسمشرټرمپ له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل چې ایران غواړي یوه هوکړه وکړي، خو زه نه غواړم ځکه چې شرایط یې تر اوسه کافي ښه نه دي. ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړ چې امریکایي ځواکونه به د هرمز تنګي په شمال کې د ایران پرسواحلو بریدونه زیات کړي تر څو د تېلو د لېږد د بیا پیل لپاره لاره هواره شي.
د نړیوالې انرژۍ اداره وایي، غړي هیوادونه څه باندې ۴۰۰ ملیون بیرله تیل بازار ته عرضه کوي
د نړیوالې انرژۍ اداره، IEA وایي، له بیړنیو زېرمو څخه تېل به ژر نړیوالو بازارونو ته داخل شي. دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې غړو هېوادونو ژمنه کړې چې ټولټال۴۱۱،۹ میلیونه بېرله تېل به بازار ته عرضه کړي.
د رویترز آژانس د راپورله مخې دولتونو ژمنه کړې چې ۲۷۱،۷ میلیونه بېرله تېل به له دولتي زېرمو څخه برابر کړي، ۱۱۶،۶ میلیونه بېرله به د صنعت له اجباري زېرمو او ۲۳،۶ میلیونه بېرله به له نورو سرچینو څخه وړاندې شي.
د اعلامیې له مخي بازار ته د عرضه کیدونکو تیلو ۷۲ سلنه یې اومه یاخام او ۲۸سلنه یې د تیلو محصولات دي.
همدارنګه ویل شوي چې د اسیا ـ پاسپیک د سیمې د هیوادونو زېرمې به سمدستي اود اروپا او امریکا زېرمې به د مارچ میاشتې په پای کې بازار ته وړاندې شي. دا وروسته له هغې چې پرایران د امریکا او اسراییل له برید وروسته چې د نړۍ د تیلو په لیږونکې مهمه لار، هرمزتنګي کې د تیلو لیږد ګډوډ شوی، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیه بې سارې لوړه شوې ده.
UNDP: د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې ډیری بنسټیز تاسیسات د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره رغول شوي دي
د ملګروملتونوپراختیایي پروګرام،UNDP وايي، د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې ویجاړشوي ډیربنسټیزتاسیسات رغول شوي چې لسګونو زره کسان ورڅخه ګټه پورته کوي. دې پروګرام د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان لپاره د مرستو، کارموندنې اوحیاتي زیربناوو له پروګرام سره د جنوبي کوریا د مرستو پرمټ له ۵۴۰۰ زیات کسان ګومارل شوي و چې په زلزله ځپلو سیمو کې د پاک کارۍ چارې مخ ته یوسي ترڅو مهمې عامه زیربناوې ورغول شي اوخلک ورته لاسرسی پیداکړي. د دې پروګرام په وینا د دغو هڅو په نتیجه کې د اوبو سیسټمونه، د اوبو لګولو کانالونه او سړکونه رغول شوي چې درې نیم لکه کسان ورڅخه ګټه پورته کوي. د ملګروملتونو دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د تیرکال د اګست په ۳۱مه شوې زلزلې، ټولنو ته ډیرزیانونه رسولي و، ډېری کورنیو خپلو کلیو ته نږدې په لنډمهالو سرپناوو کې اړولي و تر څو کلي کوریې له خاورو او کثافاتو پاک او کورونه یې بېرته د اوسېدو لپاره خوندي شي.
۲۱کسان نن یکشنبې په کابل کې په درو وهل شوي دي
۲۱کسان نن یکشنبې په کابل کې په درو وهل شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د ابتدايي محکمې د پریکړې له مخې دغه ۲۱کسان د مخدره توکو او الکولي مشروبات د خرڅلاو په تور په درو وهل شوي دي.
د محکمې د اعلان له مخې، تورن کسان له لسو تر ۳۹ درو وهل شوي او له ۷ میاشتو نیولې تر دریو کالنو په زندان محکوم شوي.
د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو عملي کیدل پراخ غبرګونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو پلي کیدل د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو نقض دی.
خو طالبان وايي، دا شرعي امر دی او پر پلې کیدو يې تاکید کوي.
بدخشان کې په ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان کورنیو رسنیو د دغه ولایت د سیمه ییز سرچینو په حواله لیکي،" پېښه نن یکشنبې سهار شوي ده".
په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د موټروانو بې احتیاطي د ډیرو ترافیکي پېښو لوی لاملونه دي.
پاکستان؛ کندهار کې مو د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي، خو مجاهد وايي، د معتادینو روغتون په نښه شوی
پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار ښار د تیرې شپې په بریدونو کې يې پوځي تاسیسات او د "ترهګرو پټنځایونه" په نښه کړي دي.
فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني پوځي سرچینو په حواله نن یکشنبې د (مارچ۱۵مه) لیکلي، "کندهار کې د تخنیکي ملاتړ او فني تجهیزاتو ډیپوګانې په نښه شوي دي".
وړاندې راغلي،"په دغو بریدونو کې هغه تونل هم په نښه شوی چې د افغان او پاکستاني (ټي ټی پي) طالبانو له خوا کارول کیده".
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بریدونو په تایید سره ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو په کندهار کې د معتادینو د درملنې پر روغتون او یو خالي کانتنر بریدونه کړي دي.
د مجاهد په ټکو، "بریدونو ځاني او مالي تلفات نه درلودل".
پرون شنبې یو شمیر پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه يې هدف ګرځېدلې ده.
څه باندې دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
زلنسکي؛ هیله من یم د ایران جګړه د اوکراین د هېریدو لامل نه شي
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي،"هیله من یم چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د دې سبب نشي چې ولسمشر ټرمپ اوکرایین هیر کړي".
څه باندې دوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو پر ایران برید کړی او ایران يې په ځواب کې پر منځني خیتځ هېوادونو بریدونه کوي.
زلنسکي چې خبریالانو سره خبرې کولی وویل،"په دې کې شک نشته چې د امریکا ټول پام منځني خیتځ او ایران ته دی، خو موږ نه غواړو چې امریکایان له لاسه ورکړو".
د هغه په ټکو، اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو په له منځه وړلو کې ځانګړې مهارت لري او "پر خپلو متحدانو يې غږ کړی چې په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي".
د راپورونو له مخې، اوکرایین په منځني خیتځ کې د جګړې له پیل راهیسې د بې پیلوټه الوتکو د له منځه وړلو یو شمیر متخصصان سیمه ته استولي دي.
زلنسکي پرون شنبې رویترز خبري اژانس سره مرکه ویلي و،" د متخصصانو د مرستې په بدل کې پیسې او تکنالوژي غواړو".
ټرمپ؛ له ایران سره توافق نه کوو، ځکه لا یې شرایط برابر نه دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "ایران غواړي چې هوکړه وشي، خو زه نه غواړم چې داسې یوه هوکړه وشي، ځکه لا شرایط په کافي اندازه ښه نه دي".
هغه دا خبره شنبې ناوخته د ان بی سي نیوز سره په یوې ۳۰ دقیقې تلفوني مرکه کې کړې ده.
ټرمپ له ایران سره د جګړې د پایته رسولو په اړه د احتمالي هوکړې د شرایطو د پوښتنې په ځواب کې وویل،" نه غواړم هغه تاسې ته ووایم". خو هغه تایید کړه چې په بشپړه توګه د ایران د اټومي پروګرام دریدل به د هوکړې برخه وي.
ولسمشر ټرمپ وړاندې په دې مرکه کې ویلي، دا لا روښانه نه ده چې ایران په هرمز تنګي کې ماینونه کرلي او کنه.
د هغه په ټکو،"موږ د هرمز تنګي د پاکیدو په حال کې یو او باورمند یم هغه هېوادونه به هم ډیر ژر له موږ سره یو ځای چې د تیلو په انتقال کې له ستونزو سره مخ شوي دي".
ایران د جګړې له پیل راهیسې د هرمز تنګی چې د نړۍ یو پر پنځمه برخه تیل ترې تیریږي د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلی دی.
اوسمهال د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې په بې سارې کچه لوړې شوي دي.
کندهار کې د پاکستان هوايي بریدونه؛ ادعاوې شوي چې د ملا هیبت الله اړوند ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځول شوې
د شنبې شپې ناوخته په کندهار ښار باندې د پاکستان د هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی دی.
ځینو رسنیو د طالب چارواکو په حواله تایید کړې چې په کندهار کې په دیارلسمه ناحیه بریدونه شوي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
اخوا بیا د پاکستان حکومت پلوه ځینو ټولنیزو پاڼو ادعاوې کړي چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځېدلې.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دننه په راولپنډۍ، اسلام اباد، کوهاټ او کویټه کې ځینې مراکز د ډرون بریدونو هدف وګرځول.
طالبانو هغه بریدونه په کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار د پاکستان د جمعې شپې د بریدونو په غبرګون کړي وو.