د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

د افغانستان شمال کې واورې اورېدو کوچیان زیانمن کړي


په بلخ کې د کوچیانو مدیریت مسئولان او په شمال زون کې د کوچیانو سر تا سري شورا غړي وايي چې د واورې اورېدو او سختې یخنۍ په بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د دوی زرګونه څاروي لمنځه وړي دي.

په بلخ کې د کوچیانو مدیریت مشر غلام فاروق عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې د سختې واورې اورېدو او یخنۍ له یوې اوونۍ را پدېخوا ۱۵۰۰ څاروي لمنځه وړي او د څارویو علوفه «خواړه» تر واورې لاندې شوي دي.

هغه د کوچیانو د څارویو د تلفاتو په اړه وویل:

"په بلخ ولایت کې د واورې اورېدو له امله تر دمه ۱۵۰۰ څاروي مړه شوي دي، کوچیان له بلا نورو ستونزو سره مخ دي او تر دې دمه دولت د دوی په مقابل کې بې پامه پاتې شوی دی."

عبیدي وايي، سربېره پر دې د دوی ماشومان او ښځې صحي خدماتو او د څښاک پاکو اوبو ته هم لاس رسی نه لري او په دښته کې د مېشتو کوچیانو پر وړاندې د تګ راتګ لارې هم د واورې اورېدو له امله بندې شوي دي.

کوچیان: واورې اورېدو د تګ راتګ لارې د خلکو پرمخ بندې کړي.
کوچیان: واورې اورېدو د تګ راتګ لارې د خلکو پرمخ بندې کړي.

ښاغلی عبیدي زیاتوي چې د دوی د څارویو څړ ځایونه هم د محلي زورواکو لخوا غصب شوي دي او ماشومان یې هم ښوونځي کې درس نه وايي.

یوازې بلخ نه دی چې کوچیان له ورته ستونزو سره مخ دي بلکې په شمال زون کې د کوچیانو د شورا مشر سید محمد حریق وايي چې په سرپل، جوزجان او فاریاب کې د دوی کابو ۷ زره څاروي تلف شوی دي.

نوموړي زیاته کړه چې ده څاروي ټوله «علوفه» هم د واورې اورېدو له امله لمنځه تللې ده او حکومت هم تر دمه د دوی ستونزو ته رسیدګي نه ده کړې.

حریق د کوچیانو د څارویو د تلفاتو په اړه داسې وویل:

حریق: ګڼ څاروي مو مړه شوي دي.
حریق: ګڼ څاروي مو مړه شوي دي.

"په شمالي ولایتونو کې تر دمه کوم راپور چې موږ ته رسېدلی دی ۷ زره څاروي تلف شوي دي، هوا سړه ده او تلفونونه کار نه کوي چې موږ نور ارقام هم ثبت کړو."

تازه ګل په سرپل ولایت کې د کوچیانو یو سرخیل دی، هغه وايي چې له یوې اوونۍ راپدېخوا د سړې هوا او واورې اورېدو له امله یې ۱۵۰۰ پسونه تلف شوي دي.

په فاریاب ولایت کې هم کوچیان د ورته ستونزې څخه شکایت کوي او وايي چې د تېرې شپې راپدېخوا د کوچیانو ۳۰۰ څاروي تر واورې لاندې شوي او لمنځه تللي دي.

د کوچیانو یو قومي مشر حاجي حکیم یې په اړه وايي:

"په فاریاب ولایت کې څوارلس ولسوالۍ دي او په ټول ولایت کې تر ۳ زره څاروي به مړه شوي وي، هغوی چې صحرا کې پاتې دي احتملاً لا زیات لمنځه ولاړ شي."

په بلخ کې د حوادثو سره د مبارزې ریاست مشر رحمت الله زاهد وايي چې یادې ستونزې ته رسېدګي د هغه مسئولیت نه دی.

دی وايي چې د کوچیانو د صحي خدماتو او څښاک اوبو د برابرولو په برخه د عامې روغتیا او د کلیو پراختیا ریاست د پام وړ فعالیت ترسره کړی دی.

زاهد زیاته کړه:

"د عامې روغتیا ریاست او کلیو پراختیا ادارې د کوچیانو د ستونزې په برخه کې ډېرې ښې برنامې تطبیق کړي دي او فکر کوم چې دوی به داسې کومه ستونزه نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې د مخه هم کوچیانو په کراتو د دوی د څړ ځایونو د غصب او د صحي خدماتو د نشتون په اړه شکایت کړی، خو تر دمه یې ستونزې لا پر ځای پاتې دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG