د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

کارپوهان: ارګ او ولسي جرګه دې نوی ناورین نه‌رامنځته کوي


د ولسي جرګې له لوري د بودجې د نه‌تصویب په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، يو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، د جمهوري رياست او ولسي جرګې تر منځ تقابل باید د خلکو ستونزې زیاتې نه‎کړي او نه‌هم یو نوی ناورین رامنځته کړي.

د دوی په اند که ولسي جرګه د بودجې د تصویب په اړه تصمیم ونه‎نیسي، نو خلک به له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شي او د لوږې او بې‌کارۍ تر څنګ به په نړیوالو مرستو هم منفي اغېز وکړي.

کارپوهان: که ولسي جرګه د بودجې په اړه تصمیم ونه‎نیسي، نو خلک به له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شي.
کارپوهان: که ولسي جرګه د بودجې په اړه تصمیم ونه‎نیسي، نو خلک به له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شي.

يو له دغو کارپوهانو تاج محمد اکبر د يکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"که بودجه تصویب نه‎کړي، نو د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به وزارتونه پیسې په‎ خپل واک کې ونه‎لري او انکشافي پروژې به له رکود سره مخ شي، نو کله چې پروژې له رکود سره مخ شي، خدمتونه هم له خنډ سره مخ کېږي چې له امله‌یې خلک په خپل ورځني ژوند کې په اقتصادي او ټولنیز لحاظ فوق‌العاده زیان ویني."

ښاغلي اکبر ټینګار وکړ چې د بودجې نه‌تصویب به د هېواد د پرمختګ او انکشاف بهیر له رکود سره مخ کړي او اصلي زیان به‌یې خلک وویني.

دغه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر په کابل کې د يوې ناستې پر مهال ویلي و، که حکومت د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای نوي وزیران معرفي نه‎کړي، نو ولسي جرګه به هم بودجه تصویب نه‎کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د بودجې تصویب د ولسي جرګې يو له قانوني صلاحیتونو څخه دی، خو که دغه جرګه د خپلو صلاحیتونو له مخې عمل نه‎کوي، مسؤلیت‌يې د دوی په غاړه دی.

مرتضوي: د بودجې تصویب د ولسي جرګې يو له قانوني صلاحیتونو څخه دی
مرتضوي: د بودجې تصویب د ولسي جرګې يو له قانوني صلاحیتونو څخه دی

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي:

"موږ د سترې محکمې وضاحت ته په تمه یو، تر هغې پورې به ټول استیضاح شوي وزیران خپلو کارونو ته دوام ورکوي، د بودجې صلاحیت له پارلمان سره دی چې بودجه تصویب، رد او يا هم تائید کړي، که پارلمان د خپلو صلاحیتونو له مخې عمل نه‎کوي نو مسؤلیت دوی ته متوجې کېږي."

خو د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون يو شمېر غړي وايي، بودجه ځان ته قانون لري او د یاد قانون له مخې به عمل کېږي.

د دغه کمېسیون يو تن غړي باز محمد جوزجاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"بودجه جلا قانون دی او استیضاح جلا، کوم قانون چې زموږ په واک کې و موږ يې په اړه خپله دنده سرته ورسوله او د بودجې مسئله جلا ده. بودجه وزیر ته نه‌ورکول کېږي، بودجه وزارت پورې مربوط ده، کله چې بودجه راشي نو موږ به بیا خپله پرېکړه وکړو او د وزیر په خاطر نه‌کېږي چې بودجه تصویب نه‎شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې تېره اوونۍ د کابینې ۱۶ وزیران د خپلې پراختیايي بودجې د اویا سلنې د نه‌مصرف له کبله استیضاح کړل چې له ډلې یې ۷ تنه سلب صلاحیت کړل.

خو جمهوري ریاست د وزیرانو د استیضاح موضوع سترې محکمې ته راجع کړه او ویې‌ویل چې سلب اعتماد شوي وزیران د محکمې تر پرېکړې پورې خپل کار ته ادامه ورکولای شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG