د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

کارپوهان: د یو شمېر وزیرانو غیابي استیضاح د قانون خلاف ده


یو شمېر افغان کارپوهان د ولسي جرګې لخوا د کابینې د وزیرانو استیضاح او سلب صلاحیت کول د قانون خلاف بولي.

د حقوقي چارو شنونکي موسی فریور د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان ولسي جرګې د اساسي قانون خلاف د وزیرانو په غیاب کې د هغوی په اړه پرېکړه کړې او هغوی ته یې د عدم اعتماد رایه ورکړې ده.

ښاغلی فریور وايي، په اوسني وضعیت کې د وزیرانو په اړه د ولسي جرګې دغه پرېکړه د افغانستان په خیر نه ده او باید ورته ژر تر ژره حل لاره وموندل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د اساسي قانون د دوه نویمې مادې پر بنسټ د کابینې د وزیرانو استیضاح او بلاخره سلب صلاحیت کول صراحت لري، استیضاح باید حضوري و اوسي، له بده مرغه د افغانستان د اساسي قانون د دوه نویمې مادې د حکم خلاف وزیران په غیاب کې استیضاح شوي دي."

ولسي جرګې تېره اوونۍ د کابینې له ۱۸ استیضاح شویو وزیرانو څخه اووه تنه سلب صلاحیت کړل.

افغان حکومت هم د ولسي جرګې دغه پرېکړه د اساسي قانون خلاف بللې او د وزیرانو د استیضاح او سلب صلاحیت موضوع یې د تفسیر لپاره سترې محکمې ته راجع کړی ده.

هڅه مو وکړه چې په دی اړه د سترې محکمې د مسؤلینو نظر هم ولرو، خو زموږ له پرله پسې غوښتنو سره سره هغوی د هر ډول جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا ازادي راډیو ته وویل چې حکومت په دی اړه د سترې محکمې پرېکړې ته په تمه دی.

مرتضوي: حکومت د سترې محکمې پرېکړې ته په تمه دی.
مرتضوي: حکومت د سترې محکمې پرېکړې ته په تمه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د کابینې د پرېکړې پر بنسټ تر هغې چې سترې محکمې په دې اړه حکومت ته خپل تفسیر نه وي استولی وزیران خپلو دندو ته دوام ورکوي، موږ هم د سترې محکمې پرېکړې ته په تمه یو او له هغه وروسته به خپل دریځ روښانه کړو."

خو ایا د اساسي قانون د مادو تفسیر د سترې محکمې صلاحیت دی؟

د حقوقي چارو شنونکی موسی فریور وايي، دا چې افغان ولسمشر د دغه موضوع تفسیر سترې محکمې ته راجع کړی په دې برخه کې هم ابهام شته.

د فریور په خبره دا هم لا نه ده روښانه چې د اساسي قانون تفسیر کول د افغانستان د قضایه قوې صلاحیت دی او که د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څار د کمېسیون.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه لاهم د وزیرانو په اړه د خپلې پرېکړې پر عملي کولو ټینګار کوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وايي، ستره محکمه دې د وزیرانو د استیضاح په اړه داسې پرېکړه نه کوي چې اعتبار ته یې زیان ورسېږي.

ظاهر قدیر
ظاهر قدیر

نوموړي زیاته کړه:

"ستره محکمه با اعتباره اداره او قوه ده باید هغه کار چې د قانون په چوکاټ کې ترسره شوی وي، هغه د سترې محکمې سره د اجرائیه قوې له لوري ربط ونه نیسي، ځکه چې د سترې محکمې اعتبار تر پوښتنې لاندې راوړي."

هاخوا د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود په دې باور دی چې افغان حکومت او د افغانستان ولسي جرګې په ګډه د وزیرانو د استیضاح او سلب صلاحیت کولو سناریو جوړه کړې ده.

دی وایي، حکومت په پام کې لري چی یو شمېر وزیران له واکه لري او پر ځای یې هغه کسان وګماري چې په حکومت کې ورته ونډه نه ده ورکړل شوې او اوس له حکومت څخه ناراضه دي، خو حکومت دا ډول څرګندونې رد کړي دي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG