د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

زکریا: پاکستان د افغاستان په اړه ۲نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمې سوله او ثبات په افغانستان کې سولې او ثبات پورې تړلی او وايي چې هېواد به یې د افغانستان په اړه کېدونکو هغو دوو کنفرانسونو کې ګډون وکړي چې یو به په هندوستان او بل په روسیه کې جوړ شي.

دا څرګندونې د یاد وزارت ویاند نفیس زکریا د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې پخپلې اوونیزې خبري غونډه کې د وينا پر مهال وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په راروانه دسمبر میاشت کې د هندوستان په کوربه توب د دې هېواد په امرتسر ښار کې د افغانستان په اړه د ایشیا زړه کنفرانس وشي چې د بېلابېلو هېوادونو استازي به پکې ګډون وکړي او د افغانستان وضعیت او په دې هېواد کې د سولې د ټینګښټ لارې چارې به پکې ولټول شي.

که څه هم په دې وروستیو کې د هند و پاکستان اړيکي تر پخوا ترینګلي شوي او پر ډيپلوماټیکو اړیکو سربېره یې پر پوله د پوځیانو ترمنځ نښتې هم کېږي، خو نفیس زکریا وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار به په هندوستان کې د افغانستان په اړه ایشیا زړه کنفرانس کې ګډون وکړي.

سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان امن د پاکستان لپاره مهم دی او په خبره یې، پاکستان د هر ‎ هغه کوښښ ملاتړ کوي چې په سیمې او افغانستان کې د سولې او ثبات لامل کېږي:

"لکه څنګه چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې په ځانګړې توګه د پاکستان پر سولې او امنیت ِ اثر لري، نو لکه څنګه چې د ایشیا زړه کنفرانس د افغانستان په اړه دی او د بهرنیو چارو سلاکار وار دمخه ویلي، پاکستان په دې ګډون کوي."

هندوستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د سلاکار سفر به د روان کال په سپټببر کې په هندي کشمېر کې د هندي پوځیانو پر یوه کمپ د وسله والو تر برید وروسته چې ۱۹ هندي سرتېري پکې ووژل شول او د پاکستان او هندوستان اړیکي یې ترینګلې کړې، د جګپوړي پاکستاني چارواکي لومړی سفر وي.

په هندوستان کې د دې هېواد په کوربه توب د افغانستان په اړه ایشیا زړه کنفرانس تر جوړېډو مخکې دا کنفرانس د تېر ۲۰۱۵میلادي کال په دسمبر کې د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې جوړ شوی و چې پر افغان ولسمشر سربېره پکې د هند د بهرنیو چارو وزیرې هم ګډون کړی و.

ښاغلي زکریا په هندوستان کې د ایشیا زړه کنفرانس کې د ګډون د پخلي ترڅنګ وویل چې په راروانه میاشت کې به په روسیه کې د افغانستان په اړه د پاکستان، چین او روس درې اړخیزه غونډه هم جوړه شي چې پاکستان په پکې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په افغانستان کې په امنيتي وضعیت او همداشان د داعش او نورو غیر ریاستي وسله والو ډلو پر فعالیتونو اندېښنه هم وښوده او ويې ویل چې د افغانستان وضعیت ښایي د سیمې پر هېوادونو نېغ اثر وشیندي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG