د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

اردوغان: هیله ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري وده وکړي


د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان وايي، هېواد یې هیله لري چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې بهتري راشي او همداشان یې د پاکستان، افغانستان او ترکیې ترمنځ درې اړخیزه معاهده د ډېرې اهمیت وړ بللې ده.

نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره تر لیدنې وروسته له نوموړي سره یوځای یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

طیب اردوغان دغه خبرې غونډې ته دوينا پرمهال وویل چې هېواد یې دا مهال د شیطاني نېټ ورکونو د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې شروع کړي او هڅه به وکړي چې دغه ترهګرو ډلو ته په پاکستان کې د پټېدو ځای ورنه کړي.

نوموړي همداراز په ترکیې کې د پوځي کودتا پر مهال د پاکستان له خوا د خپل حکومت د ملاتړ په غبرګون کې وویل چې د پاکستان حکومت په دې ډول کړنو ثابته کړه چې د ترکیې دوست هېواد دی.

د ترکیې ولسمشر خبرې غونډې ته په وینا کې د ترهګرۍ پرخلاف د خپل هېواد او پاکستان نظر یو ډول وباله او ټینګار يې وکړ چې هېواد یې په دې لړ کې له پاکستان سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

​د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو په اړه طیب اردوغان وویل چې هېواد به یې ددغو دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو په ښه کولو کې به رول لوبوي:

اردوغان: موږ هڅه کوو چې د افغانستان او پاکستان اړیکې وده وکړي.
اردوغان: موږ هڅه کوو چې د افغانستان او پاکستان اړیکې وده وکړي.

"په ورته وخت کې موږ هیله لرو چې زموږ د دوو ورور او دوستو هېوادونو افغانستان او پاکستان ترمنځ به خپلمنځي همکاري وده وکړي او پراختیا به ومومي."

ښاغلي اردوغان همداشان وویل، د پاکستان، افغانستان او ترکیې تر منځ درې اړخیزه معاهده د اهمیت وړ ده، نو له همدې امله یې د درېواړو هېوادونو ترمنځ همکاري هم ضروري وبلله.

له بلې خوا بیا د د پاکستان صدراعظم دغه خبرې غونډې ته وویل چې د پاکستان او ترکیې تر منځ د مینې او اعتماد رشته ده او ټینګار يې وکړ چې دواړه هېوادونه به د امن او سلامتۍ لپاره په ګډه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا د پاکستان په دوه ورځني سفر ددغه هېواد پلازمېنې اسلام اباد ته تللی و.

د ترکیې ولسمشر اسلام اباد ته د خپل سفر پر اوږدو کې له پاکستانیو چارواکو سره پر لیدنو کتنو سر بېره تېره ورځ د پاکستان د پارلمان ګډې غونډې ته هم وینا وکړه.

نوموړي په دغه وینا کې د پاکستان او ترکیې ترمنځ پر اړیکو سربېره پر ترهګرو ډلو هم سختې نیوکې وکړې او دا ډلې یې اسلام ته زیان رسوونکې وبللې.

اردوغان د پاکستان پارلمان ته هم و ینا وکړه.
اردوغان د پاکستان پارلمان ته هم و ینا وکړه.

اردوغان د خپلې وینا په یوه برخه کې د القاعده او داعش وسله والو ډلو په اړه وویل:

"د القاعده او داعش غوندې ډلې مسلمانانو ته زیان رسوي، اسلام د امن و سلامتۍ دين دی، اسلام او ترهګري په خپلو کې هېڅ تړون نه لري، څنګه چې سخت دریځي وسله وال اسلام ته نقصان رسوي بل هېڅوک یې هم نه شي رسولی."

دا د پاکستان په پارلماني تاریخ کې لومړی ځل دی چې د یوه بهرني هېواد ولسمشر پکې د دریېم ځل لپاره ګډې غونډې ته وینا کوي.

د ترکیې ولسمشر پاکستان ته د خپل سفر په وروستي پړاو کې ددې هېواد پنجاب صوبې ته هم سفر وکړ او په لاهور کې یې د یوه پارک د پرانیستنې ترڅنګ ددې صوبې له صوبایي حکومت سره یو لړ تړونونه هم لاسلیک کړل.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG