د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د ترکيې ولسمشر له پاکستاني چارواکو سره ګوري


د ترکیې ولسمشر د اسلام‎اباد د سفر په پیل کې د پاکستان له جمهور رئیس ممنون حسین سره وکتل.

رجب طیب اردوغان تېر ماښام اسلام‎اباد ته ورسېد او نن به هم له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره وګوري.

د ترکیې ولسمشر به د پاکستان د دوه ورځني سفر په ترڅ کې له صدراعظم نواز شریف او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.

د اردوغان هرکلی تېر ماښام د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولسمشر ممنون حسین وکړ.

د اردوغان هرکلی تېر ماښام د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولسمشر ممنون حسین وکړ.
د اردوغان هرکلی تېر ماښام د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولسمشر ممنون حسین وکړ.

د پاکستان د دولتي رسنیو په وینا اردوغان او ممنون حسین پر دوه اړخیزو اړیکو او په دفاعي او تجارتي برخو کې د همکاریو پر مسئلې خبرې وکړې.

د پاکستان ولسمشر له ترکي سوداګرو غوښتي دي چې په پاکستان کې پانګونه وکړي.

د ترکیې ولسمشر د دې لیدنې کتنې پر مهال له ترورېزم سره په جګړه کې د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه.

په دې سفر کې له اردوغان سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.

تمه ده چې نن به اردوغان د پاکستان د پارلمان ګډې غونډې ته هم وینا وکړي.

ترکیه له پاکستان سره ښې اړیکې لري او د جولای په میاشت کې چې کله په ترکیې کې ناکامه کودتا وشوه، اسلام‎اباد د اردوغان په مشرۍ د ترکیې د حکومت ملاتړ وکړ.

د چهارشنبې په ورځ مخکې تر دې چې اردوغان اسلام‎اباد ته ورسېږي، پاکستان هغو ترکي ښوونکو او کارکوونکو ته چې د پاک-ترک په نوم ښوونځیو او تعلیمي ادارو کې کار کوي، له خپلو کورنیو سره یوځای له پاکستانه د وتلو امر وکړ.

انقره په دې باور ده چې د پوهنې دا ادارې د فتح‌الله ګولېن له لوري مخته وړل کېږي.

انقره په دې باور ده چې پاکستان کې د پوهنې ادارې د فتح‌الله ګولېن له لوري مخته وړل کېږي.
انقره په دې باور ده چې پاکستان کې د پوهنې ادارې د فتح‌الله ګولېن له لوري مخته وړل کېږي.

ګولېن د ترکيې حکومت مخالف دی چې اوس په امریکا کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

انقره وایي چې د جولای میاشت په کودتا کې فتح‌الله ګولېن لاس درلود، خو ګولېن دا تور رد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله خاوره کې د پاک-ترک ترکي ښوونکو او د هغوی کورنیو ته چې شمېر یې ۴۵۰ تنو ته رسېږي امر کړی دی چې د نوومبر تر شلمې پورې له پاکستانه ووځي.

په پاکستان کې د پاک-ترک په ۲۸ ښوونځیو او د پوهنې مرکزونو کې تر ۱۰ زره ډېر زده‎کوونکي زده‎کړې کوي چې اوس د دغو کسانو برخلیک څرګند نه‎دی، هسې هم په پاکستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه ماشومان له زده‎کړو بې‌برخې دي.

XS
SM
MD
LG