د پاکستان په ټولنيزو رسنيو کې يوه خواشينوونکې وېډيو چې پهکې يو شمېر کسان يو نرښځی په ډېره بېرحمانه توګه وهي، خپره شوې ده.
دې وېډيو په دغه هېواد کې د نرښځيانو ستونزو ته پام اړولی دی.
پاکستاني پولیسو د دوشنبې په ورځ د هغې وېډيو له خپرېدو وروسته لس مشکوک کسان ونیول.
د دې څلور دقيقيي وېډيو له خپرېدو وروسته خلکو د عاملينو د مجازات کولو غوښتنې پيل کړې.
یاد کسان د پنجاب ايالت په سيالکوټ کې نیول شوي.
پولیسو ويلي چې نیول شوي پنځه کسان د شکنجې او په زوره د شکونې په تور نيول شوي دي او پنځه نور تر پلټنو لاندې دي.
د پاکستان د اېکسپرېس نیوز ورځپاڼې په وينا، اصلي مشکوک کس ججا بټ نومېږي.
د نرښځيانو د حقونو مدافع ادارې ټرانس اېکشن له يوې بلې نرښځې سره مرکه کړې چې جولي نومېږي او وايي چې دا هم له ناوړه چلند سره مخامخ شوه او د دې حملې عیني شاهده ده.
جولي په دغې وېډيو کې وايي:
"دغه هېواد ان د سپيانو لپاره قوانين لري، خو زموږ لپاره هېڅ قانون نهشته، ايا موږ انسانان نهيو؟"
په وېډيو کې ښکاري چې يو شمېر کسان يو نرښځی په کمربندونو وهي او پر مخيې پښه ورايښې ده او نور کسان ورته شاوخوا ولاړ دا بېرحمانه صحنه ګوري.
نرښځيان په پاکستان کې په رسمي توګه د درېیم جنس په توګه پېژندل کېږي او په پراخه کچه له تهديد او تاوتريخوالي سره مخامخ وي.
په پاکستان کې د نرښځيانو شمېر پنځه لکه اټکل شوی دی.
په دې وروستیو کلونو کې دغه اقلیت په پاکستان کې کمساري حقونه تر لاسه کړي، خو پر دې سربېره دا خلک له ګڼ شمېر تهديدونو او توپيريز چلند سره مخامخ دي.
په پاکستان کې نرښځيان وايي چې دوی په ودونو کې نڅاوې کوي، خو د حقونو مدافع ډلې وايي چې دغه کسان ډېری وختونه جنس پلورلو او ګدايي کولو ته اړ وي.
دغه کسان ډېری وختونه د خلکو ودونو ته پرته له بلنې ورځي او هلته تر هغه وخته سندرې او نڅاوې کوي چې ورته پيسې او ډالۍ نهوي ورکول شوي.
د عامو خلکو په باور په ودونو کې د نرښځي ورتګ نېک فال دی، خو که په واده کې نرښځی خوابدی شي، دا د بدمرغۍ علامه ګڼل کېږي.
په ۲۰۱۱ میلادي کال کې وروسته له هغه چې د محکمې لهخوا نرښځيان د درېيم جنس په توګه ومنل شول، دوی ته د رأيې ورکولو اجازه ورکړل شوه خو له ګڼو لاسته راوړنو وروسته هم دغه کسان له تهديد او تاوتريخوالي سره مخامخ وي.