د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

اوباما د امریکا له نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري


تمه ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د امریکا له نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.

اوباما پرون وویل چې ټول امریکایان باید په دې حال کې له یوه بل سره همکاره وي.

بل لور ته هېلري کلېنټن چې د ولسمشرۍ انتخاباتو کې یې ماتې وخوړه، وویل چې ټرمپ ته‌یې وړاندیز کړی دی چې له هغه سره همکارۍ ته چمتو ده.

د ډموکراټ ګوند کاندیدې، هېلري کلېنټن د نومبر د اتمې نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو کې خپله ماتې ومنله او له خپل انتخاباتي کمپاین سره‌یې خدای پاماني وکړه.

مېرمن کلېنټن پرون د خپلو ملاتړو یوې غونډې ته په نیویارک کې د وینا پر مهال بخښنه وغوښته.

مېرمن کلېنټن په نیویارک کې د وینا پر مهال بخښنه وغوښته.
مېرمن کلېنټن په نیویارک کې د وینا پر مهال بخښنه وغوښته.

نوموړې وویل:

"ډونالډ ټرمپ ته مې تېره شپه مبارکي ورکړه او د هېواد د استازې په توګه مې د همکارۍ وړاندیز ورته وکړ. هیله لرم چې دی د ټولو امریکایانو لپاره بریالی ولسمشر وي."

هېلري کلېنټن زیاته کړه چې د انتخاباتو نتیجه هغسې نه‌وه چې دې او د دې ملاتړو د هغې انتظار کاوه، خو اوس چې ټرمپ بریالی شوی دی، هغه ته باید د امریکا د مشرۍ فرصت ورکړل شي.

د مېرمن کلېنټن په وینا، امریکا او خلک‌یې په څو ډلو وېشل شوي خو دا پر خلکو باور لري.

د هېلري کلېنټن تر وینا وروسته ولسمشر بارک اوباما خبرې وکړې.

ده وویل چې سپینه ماڼۍ کې به د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هرکلی وکړي.

اوباما بیا وویل چې یوې ډلې ته‌یې دنده سپارلې ده چې په ښه ډول د واک د لېږد چارې سمبال کړي.

ده وویل:

"د سوله‌ییز واک انتقال د ډموکراسۍ یوه ستره نښه ده. موږ به په راتلونکو څو میاشتو کې دا نړیوالو ته ښکاره کړو."

اوباما زیاته کړه چې له ټرمپ سره د دې سربېره چې په ځینو برخو کې اختلاف لري، دی د امریکا د ولسمشر په توګه مني.

ډونالډ ټرمپ په انتخاباتو کې تر بریالیتوب وروسته پر ټولو امریکایانو غږ وکړ چې د یوه واحد ملت په توګه کار وکړي.

ټرمپ وویل چې دی د ټولو امریکایانو ولسمشر شو او ټولو ته به په یوه سترګه ګوري.

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې شاوخوا یو سل او نولس میلیونه رأیې وکارول شوې.

ټرمپ به اویا ورځې وروسته په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG