د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د امریکا انتخابات او په افغاني رسنیو کې یې خبري پوښښ


دا ورځې د افغانستان د رسنیو مهم سرخطونه د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات او نتیجې تشکیلوي. له خبرونو، راپورونو، مرکو او تبصرو نیولې تر ژوندیو خپرونو.

د یو شمېر افغان رسنیو مسؤلین چې خپله یې دغه انتخابات څارل وایي، د امریکا انتخابات د افغانستان پر حالاتو او مسائلو اغېز لري او دا کار د دې سبب شو چې د امریکا انتخاباتو بهیر په مستقیم ډول خپور کړي.

د اریانا نیوز د نشراتو مسؤل شریف حسنیار ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستانه د امریکا د پراخ ملاتړ له کبله ورته دغه انتخابات مهم وو.

ښاغلي حسنیار زیاته کړه:

"د امریکا ولسمشرۍ انتخابات له سیاسي پلوه د افغانستان پر مسائلو ډېر اغېز لري، د امنیتي او اقتصادي پلوه هم زموږ لپاره ډېر مهم دی، نو له همدې کبله موږ په همدې اړه ډېر نشرات درلودل."

یو شمېر نورو رسنیو بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو اړیکو ترڅنګ د ځینو نورو دلایلو له امله هم دغو انتخاباتو ته ځانګړی اهمیت ورکړی وو.

د طلوع نیوز د خبرڅانګې مسؤل خپلواک ساپی وایي چې له یوې خوا په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ څخه د امریکا ملاتړ او له بل پلوه د کورنیو رسنیو ترمنځ رقابت دې ته اړ کړل چې د دې رسنۍ ۸۰ فیصده نشرات د امریکا انتخاباتو ته ځانګړي کړي.

ښاغلی ساپی وايي:

"زه یو بل لیدلوری لرم؛ اصلاً د نړیوالې ټولنې شتون او امریکا په افغانستان کې د ازادۍ پر بیان او د ازادو رسینو پر شتون تأثیر درلود او زما لیدلوری دا دی چې د افغانستان د رسنیو په مارکیټ کې د رقابتونو له کبله د امریکا د انتخاباتو په اړه ډېر څخه موجود و."

د امریکا انتخابات او په افغاني رسنیو کې یې خبري پوښښ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

د دې ترڅنګ د خلکو لیوالتېا هم د امریکا د انتخاباتو په اړه د دې سبب شو چې په افغانستان کې شته رسنۍ په دې اړه ډېر نشرات ورکړې.

د شمشاد تلویزیون د خبر څانګې مدیر عابد احساس په دې اړه وايي.

"د افغانستان ډېرو خلکو غوښتل چې د امریکا د انتخاباتو جریان وګوري، نو له همدې کبله موږ ډېر نشرات په همدې اړه درلوده. خبرونه، سیاسي بحثونه او ژوندي نشرات مو د امریکا د انتخاباتو په اړه وه."

د امریکا انتخابات د سې شنبې په ورځ پیل شوه او نتیجې یې د چهارشنبې په ورځ اعلان شوې.

د انتخاباتو په دغه دور کې هیلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ وروستي سیالان وو خو ښاغلي ټرمپ د ۲۷۶ انتخاباتي کالج رایو په تر لاسه کولو سره د امریکا د متحده ایالاتو ۴۵ ولسمشر وټاکل شو.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG