د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه غوره شو


ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۵م ولسمشرپه توګه غوره شو. ده له بریالیتوب وروسته په لومړنۍ وینا کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې هیلري کلېنټن د سیالۍ او خدمتونو ستاینه وکړه.

ټرمپ وویل، اوس هغه وخت راغلی چې امریکایان بیا سره یولاس شي، د بېلتون کرښې ړنګې کړي.

ټرمپ وویل، اوس هغه وخت راغلی چې امریکایان بیا سره یولاس شي
ټرمپ وویل، اوس هغه وخت راغلی چې امریکایان بیا سره یولاس شي

ښاغلي ټرمپ خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې وویل:

"زه د خپل هېواد د هر وګړي په وړاندې ژمنه کوم چې د ټولو امریکایانو ولسمشر به یم او دا مسئله زما لپاره ډېره مهمه ده."

ده همدا راز وویل:

"چا چې تر اوسه زما ملاتړ نه‎دی کړی او شمېر یې هم لږ دی، له تاسو غواړم چې په خپلو مشورو او لارښوونو موږ سره متحد کړئ."

ډونالډ ټرمپ دا هم وویل چې له ټولو هېوادونو سره به چې له امریکا سره ښو اړیکو ته لېواله دي، نېژدې او صمیمي اړیکې ټینګې کړي.

ده نړیوالو ته په خطاب کې وویل، سره له دې چې امریکا ته لومړیتوب ورکوي، خو له ټولو سره به عادلانه چلند وکړي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا لپاره هېڅ ارمان ناممکن ونه باله، ویې ویل چې د متحدو ایالتونو اقتصادي بینادونه به بېرته مضبوط کړي، د هغو کسانو ژوند ته به پام وکړي چې تراوسه یې هېر شوي او د میلیونونو امریکایانو لپاره به روزګار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG