د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

وفادار: د ارزګان ولایتي شورا او سرې میاشتې ټولنه طالبانو سره همکاري کوي


څلور ورځې وړاندې د ارزګان چورې ولسوالۍ ته نېږدې د ملي اردو قرارګاه وسله‎والو طالبانو ونیوله او د یوې باوري سرچینې په باور په قرارګاه کې مېشت د ملي اردو ۴۱ تنه سرتېري له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره یوځای وسله‎والو طالبانو ته تسلیم شول.

وروسته افغان هوايي ځواکونو پر دغې پوځي قرارګاه هوايي بریدونه وکړل چې د سرچینو د معلوماتو له مخې ۱۵۰ کسانو ته‌يې مرګ ژوبله واړوله.

د افغانستان سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی څلور ورځې وړاندې د ارزګان ولایت چورې ولسوالۍ ته نېږدې پر هغه پوځي قرارګاه بریدونه کړي چې وسله‎والو طالبانو نیولې وه.

ارزګان ترینکوټ
ارزګان ترینکوټ

نوموړی وايي، په دغې قرارګاه کې یې ۵۰ وسله‎وال طالبان وژلي او ۷۰ تنه‌یې ټپیان دي او په خبره‌یې دې بریدونو کې هېڅ کوم ملکي کس ته زیان نه‎دی اوښتی.

خو په ورته وخت کې تورن جنرال داودشاه وفادار د ارزګان ولایتي شورا او د سرې میاشتې ټولنه د وسله‎والو طالبانو سره په همکاري تورنوي او وايي چې دوی غواړي د وسله‎‌والو طالبانو تلفات پټ وساتي او په همدې ډول زموږ د سرتېرو مورال ضعیف کړي.

د افغانستان سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار
د افغانستان سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار

ښاغلی وفادار وايي:

"نظامي کمپ ته هېڅ‌څوک حق نه‎لري چې ورشي، دوی هلته غوښتل چې یو وېډیو کنفراس جوړ کړي، موږ هېڅکله نه‌غواړو چې ملکیان په نښه کړو، څوک چې د ملي اردو او ملي ځواک پر ضد تبلیغات کوي هغه له وسله‎والو طالبانو سره همکاري کوي."

ښاغلي وفادار پر وسله‎والو طالبانو هم غږ وکړ چې راشي او د سولې له پروسې سره یوځای شي او نور دې د افغانانو وینې نه‌تويوي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي شورا تورن جنرال داود شاه وفادار په کمزوري مدیرت تورنوي.

ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم‌زوی ازادي راډیو ته وویل چې وفادار غواړي خپله ناکامي او خپل کمزوری مدیرت پټ وساتي او دغه پړه له ځان لیرې کړي چې ګنې دوی ملکیان نه‌دي وژلي.

خادم‎زوی وايي، په دغه برید کې ۴۰ کسان وژل شوي چې ۲۳ تنه‌يې ملکیان دي.

ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم‌زوی
ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم‌زوی

ښاغلي خادم‎زوی وايي:

"موږ مخکې هم ویلي و چې په دغو بریدونو کې ملکیان هم وژل شوي دي او وسله‎وال طالبان هم دي، ولې دی غواړي چې خپل کمزوری مدیرت او خپل ناکامي پټه وساتي، څو دا په ډاګه نه‌شي چې په دغو بریدونو کې ملکیان وژل شوي، وفادار غواړي چې ځان خلاص کړي."

خادم‎زوی وايي، ملکیان خپله هغو سیمو ته نه‎دي ورغلي دوی وسله‌والو طالبانو د ځان دفاع په خاطر دغې قرارګاه ته وړي دي څو افغان امنیتي ځواکونه ورباندې ډزې ونه‎کړي.

خو د سرې میاشتې ټولنه هم د وفادار په وړاندې ورته څرګندونې لري.

هغه وايي چې په دغو هوايي بریدونو کې ۳۰ تنه ملکیان وژل شوي دي او ۲۰ نور ټپیان دي.

هاخوا بیا د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي برېښنا لیک کې ویلي چې په دغه هوايي برید کې ۳۰ تنه وژل شوي چې ټول ملکیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تورن جنرال داود شاه وفادار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو څلور ورځو د عملیاتو پر مهال چې د بهرنیو او افغان ګډو ځواکونو له‎خوا ترسره شوي ۲۳۲ وسله‎والو طالبانو ته‌یې مرګه ژوبله اړولې.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG