د لاسرسي لېنکونه

چارواکي وايي، په ارزګان ولایت کې ۴۱ د ملي اردو سرتېري له وسله والو طالبانو سره یو ځاي شوي دي.

د یاد ولایت کې یوي دولتي باوري سرچنې د نوم ښودلو په شرط د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې په یوه قرارګاه کې مېشت د ملي اردو ۴۱ تنه سرتېري پرته له کومي نښتې له خپلو وسلو اومهماتو سره وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

له بلي خوا وسله والو طالبانو هم ویلي چې د ملي اردو دغه ۴۲ سرتېري له خپلو ګڼو وسلو او پوځي وسایطو سره له دوی سره یوځای شوي دي.

داپه داسې حال ده چې دوې ورځې وړاندې د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د دریم کنډک قوماندان له خپلو ۱۴ پولیسو سره وسله والو طالبانو ته تسلیم شوی و.

XS
SM
MD
LG