د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

د ارزګان یوې پوځي قرارګاه کې د وژل شویو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې


د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د ملي اردو پر نیول شوې قرارګاه د افغان هوايي ځواکونو په بریدونو کې لسګونه وسله‌والو طالبانو ته مرګه ژوبله اوښتې ده.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په چورې لسوالۍ کې افغان هوايي ځواک پر هغو وسله‌والو طالبانو بریدونه کړي چې غوښتل‌يې د ملي اردو د قرارګاه تأسيسات له‌منځه یوسي.

د نایاب په خبره دغه هوايي بریدونه د تېرې یکشنبې په ورځ ماسپښین ناوخته ۳ بجې شوي.

د نوموړي په خبره په دې هوايي برید کې ۷۰ وسله‌وال وژل شوي او ۸۰ تنه نور يې ټپیان دي.

نایاب زیاته کړه:

"تېره ورځ د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې یوې وسله‌والې ډلې غوښتل چې د ملي اردو د یوې قرارګاه تأسیسات له‌منځه یوسي چې وروسته د افغان هوايي ځواکونو تر برید لاندې راغله چې ۷۰ وسله‌وال په‌کې وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي."

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شویو وسله‌والو کې د طالبانو لوړپوړي مهم قوماندانان هم شامل دي، هغه وویل چې په دغو بریدونو کې ملکي کسانو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

په ورته وخت کې بیا د ارزګان د سرې میاشتې ټولنې مسؤلین بېلې څرګندونې لري.

په یاد ولایت کې د سرې میاشتې ټولنې اداري مدیر شرف‌الدین ازادي راډيو ته وویل چې پر دغې پوځي قرارګاه هوايي بریدونه بهرنیو ځواکونو کړي چې د پېښې قربانیان ټول ملکي کسان دي.

نوموړی د مرګ ژوبلې تعداد کم یادوي او وايي چې د برید پر مهال ۳۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

شرف‌الدین: دغه هوايي بریدونو کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
شرف‌الدین: دغه هوايي بریدونو کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې کومه قرارګاه چې وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوې ده، وروسته قرارګاه ته د نېږدې سیمې ماشومان او خلک د یو څه ترلاسه کولو لپاره ورغلي و چې وروسته د بهرنیو ځواکونو له‌خوا ورباندې بمبار شوی چې ۳۰ ملکي کسان‌يې وژلي دي او ۲۰ نور ټپیان دي."

شرف‌الدین د جنګ پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د ملکي کسانو ژوند ته دې ډېره پاملرنه وکړي.

په ارزګان ولایت کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې دوه د ملي اردو او یوه د ملي پولیسو قرارګاوې د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي او د چارواکو په وینا چې یو شمېر نورې قرارګاوې هم له ورته برخلیک سره مخ دي.

بل لور ته بیا د ارزګان ولایتي شورا هم په دغه ولایت کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښیي.

د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم‌زوی وايي، دغه برید بهرنیو ځواکونو کړی چې په‌کې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خادم‌زوی وايي، د پېښې قربانیان ۲۳ تنه ملکیان او پاتې ۱۷ تنه‌يې وسله‌وال طالبان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دغې پېښه کې تر ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د هغوی له جملې څخه‌يې ۲۳ تنه ملکیان دي او پاتې نور وسله‌وال طالبان دي، دغه هوايي بریدونه بهرنيو ځواکونو کړي، ځکه چې دوی اوس په ارزګان ولایت کې ۸۰ سلنه په هوايي بریدونو کې برخه اخلي او زموږ هوايي ځواکونه دومره هدف نه‌شي ویشتلای."

خادم‌زوی وايي، موږ به د دې پېښې پلټنه کوو او هغه کسان چې دغه کار یې کړی باید قانون ته وسپارل شي.

هاخوا بیا د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې وویل چې په دغه هوايي برید کې ۳۰ تنه وژل شوي چې ټول ملکیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي اردو دغه قرارګاه د تېرې یکشنبې په شپه وسله‌والو طالبانو ونیوله او ازادي راډیو ته د یوې سرچینې په وینا په قرارګاه کې مېشت د ملي اردو ۴۱ تنه سرتېري له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره یوځای وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شول.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG