د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

سرحدي: د ترینکوټ عملیاتو کې د پام وړ پرمختګ شوی


د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، د ترینکوټ ښار پر شاوخوا سیمو تصفیوي عملیاتو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

د یاد ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یاد عملیات د تېرو پنځو ورځو راپه دې‌خوا پیل شوي چې اوس هم روان دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې د حاجي لالا په نوم د وسله‌والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۲۱ وسله‌وال وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

سرحدي وايي، د دغو عملیاتو پر مهال د ترینکوټ اړوند د سرچخلې او دوراهي سیمې هم له طالبانو پاکې شوې دي.

ولي جان سرحدي
ولي جان سرحدي

هغه وویل:

"له ۲۵ تاریخ څخه زموږ عملیات ورو روان و، خوله تېرو دوو ورځو راهیسي زموږ عملیات په چټکۍ روان دي چې پرمختګ مو هم په‌کې کړی دی چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې مو د وسله‌والو طالبانو د نظامي قوماندان په ګډون ۲۱ وسله‌وال طالبان وژلي دي او ۱۹ نور ټپیان دي، له دې سره مو له وسله‌والو طالبانو څخه یو میل راکټ، دوه میله پیکاه او پنځه میله کلاشنکوفونه نیولي دي، همدارنګه د سرچخلې او دوراهي سیمه له وسله‌والو طالبانو څخه پاک کړې ده."

قوماندان وايي، د یادو عملیاتو پر مهال‌يې ۲ سرتېري ټپیان شوي دي او د پولیسو یو ټانک هم تخریب شوی دی.

د نوموړي په وینا له وسله‌والو طالبانو نه په تصفیه شویو سیمو کې به نوې پوستې ځای پر ځای کړي.

یو شمېر پولیسو د عملیاتو پر مهال ازادي راډیو ته وویل چې تر وروستۍ سلګۍ به له خپلې خاورې دفاع کوي.

دوی پر وسله‌والو طالبانو هم غږ وکړ چې راشي نور له دوی سره یوځای له خپل هېواد څخه په ګډه ساتنه وکړي او له جنګ او جګړې څخه څه نه‌جوړېږي.

دوی وايي:

"زه به تر هغه د خپل وطن ساتنه وکړم تر څو چې مې دلته لازم وګڼي، له ملکي خلګو څخه دا غواړم چې له خپل دولت له ملي پولیسو ملي اردو او همدارنګه له نورو ځواکونو سره مرسته وکړي."

"زما وظیفه د خپل وطن ساتنه ده، زه به تر هغه د خپل وطن ساتنه کوم ترڅو چې مې په بدن کې یو څاڅکی وینه وي."

"زه سرباز یم، زموږ عملیات ډېر په چټکۍ پر مخ روان دي، زه به تر هغه د خپل وطن ساتنه کوم تر څو چې ژوندی یم، له وسله‌والو طالبان مې غوښتنه دا ده چې نور راشي د سولې لاره خپله کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ملي اردو د بې‌هدفه ډزو نه د اعتراض په توګه راټول شوي و.

یاد کسان چې ترینکوټ ښار کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا مخې ته راټول شوي وو ویل چې د تېرو دوو میاشتو را په دې‌خوا یې خپلې سیمې د ملي اردو د بې‌هدفه ډزو له وېرې پريښي دي.

دوی ویل امنیتي سرتېري باید پر ملکي سیمو د توپچي بریدونه ونه‌کړي.

لاریون کوونکو ازادي راډیو ته وویل:

"دوه میاشتې پوره شوې چې له خپلو کورونو څخه وتلي یو، اوس مو ګرم اب سیمې ته پناه راوړې ده، په یو کور کې څلور پنځه کوره ځای پر ځای شوي یو، ځیني خلګ تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي، زموږ کورونه ټول ونړېدل باغونه مو له تندې وچ شوه، خو لاهم د ملي اردو توپونه زموږ پر کورونو لګېږي، موږ له دولت غوښتنه کوو چې پر هغه سیمو دې توپچي بریدونه نه‌اوروي چېرې چې ملکي کسان استوګن وي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو میاشتو کې له ارزګان مرکز ترینکوټ څخه ۴۹۸۴ کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلي دي.

تر دا مهاله په سیمه کې د ملي اردو مسؤلینو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

وسله‌والو طالبانو هم د خپلو ملګرو د وژل کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG