د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د پاکستان کراچۍ کې د اورګاډو ټکر ۱۸ مسافر وژلي


د پاکستان تر ټولو لوی تجارتي ښار کراچۍ کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو تر منځ ټکر شوی چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنۍ د کراچۍ ښار د دولتي چارواکو په حواله وايي چې دا ټکر د پنجشنبې په ورځ سهار د کراچۍ لانډهي سیمې د اورګاډو تم‌ځای ته نېږدې د ذکریا اېکسپرېس او فرید اېکسپرېس په نامه د اورګاډو تر منځ شوی چې په نتیجه کې یې د دواړو اورګاډو څلور خونې له پټلې لوېدلي دي.

تر پېښې وروسته د مرستندویو ډلو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې ټپیان‌یې د درملنې د کراچۍ ښار بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي دي.

کراچۍ کې د رېل ګاډو ټکر
کراچۍ کې د رېل ګاډو ټکر

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه د کراچۍ د جناح روغتون د ویاندې ډاکټر سیمې جمالۍ په حواله وايي چې یوازې دغه روغتون ته ۴۵ ټپیان وروړل شوي چې د ۵ ټپیانو روغتیايي وضعیت مرګونی دی چې له امله‌یې ښايي د مړو شمېر پورته شي.

له بلې‎خوا بیا په کراچۍ کې د پاکستان د ریلوې ادارې یوه چارواکي ناصر نذیر فرانسپرېس خبري اژانس ته ویلي چې د ټکر پر مهال په دواړو اورګاډو کې نېږدې ۱۰۰۰ مسافر ناست وو.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف او نورو چارواکو په کراچۍ کې د رېل ګاډو د ټکر له امله په رامنځته شوي ځاني زیان خواشينې ښودلې او اړوندو ادارو ته‌یې د بېړنیو تحقیقاتو امر ورکړی.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف او نورو چارواکو په کراچۍ کې د رېل ګاډو د ټکر له امله په رامنځته شوي ځاني زیان خواشينې ښودلې
د پاکستان صدراعظم نواز شریف او نورو چارواکو په کراچۍ کې د رېل ګاډو د ټکر له امله په رامنځته شوي ځاني زیان خواشينې ښودلې

له بلې‌خوا بیا د پاکستان د اورګاډو چارو یا رېلوې وزیر خواجه سعد رفیق پر خپلې ټویټرپاڼې کراچۍ کې د رېل ګاډو پر ټکر خواشیني ښودلې او همداراز یې ویلي چې په دې اړه‌یې تحقیقات پیل کړي او ذمه‌وارانو ته‌یې د سزا ورکولو ژمنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، لومړني تحقیقات به ښایي ۷۲ ساعته وخت ونیسي، خو تفصیلي راپور به اتو ورځو کې بشپړ شي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې پاکستان کې د رېل ګاډو په ټکر کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې تر دې مخکې هم دا ډول پېښې رامنځته شوي چې ګڼ شمېر کسان په‎کې مړه او ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې تېره میاشت هم په ملتان سیمه کې د اورګاډو تر منځ ورته ټکر شوی و چې په پایله کې يې څلور تنه وژل شوي او تر سل زیات ټپيان شوي و.

دغه پېښه د پنجاب ملتان ته نېږدې له پېښوره د راتلونکي مسافر وړونکي او بار وړونکي اورګاډي د ټکر له امله رامنځته شوې وه.

همداشان تېر کال د بلوچستان بولان سيمه کې هم اورګاډي اوښتی و چې ۱۲ کسان په‎کې مړه او لسګونه نور په‎کې ټپیان شوي وو.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG