د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان کې د دوو اورګاډو د ټکر په نتیجه کې ٤ کسان مړه او خواوشاه ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنۍ د پنجاب ايالت د دولتي چارواکيو په حواله وايي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ سهار د ملتان په شېر شاه سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې له پېښوره روان عوامي ايکسپريس اورګاډى له يوه مال برداره ګاډي سره ټکر شو چې په نتيجه کې يې ځيني بوګۍ له پټلۍ خطا شوې.
د ملتان یوه ځايي حکومتي چارواکي نادر چټه اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي دي چې د اورګاډو په ټکر کې لږ تر لږه ٤ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
له بلېخوا بيا په ملتان کې د يوې مرستندويه ادارې وياند عبدالجبار همدغه خبري اژانس ته ويلي چې په دغه پېښه تر ١٠٠ زيات کسان ټپيان شوي دي چې دا مهال د ملتان په نشتر او نورو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
سيمه ييزې رسنۍ د ملتان د روغتيايي چارواکو په حواله وايي چې په ټپيانو کې د ١٠ روغتيايي حالت د اندېښنې وړ چې له امله يې ښايي د مړو شمېر پورته شي.
چارواکي وايي چې په ملتان کې تر دغې پېښې وروسته د اور ګاډو تګ راتګ درېدلى او د متاثره شوې پټلۍ د ترميم لپاره ټيمونه د پېښې ځاى ته رسېدلي دي.
د پاکستان د ريلوې وزير خواجه سعد رفيق په ملتان کې د اور ګاډو د ټکر له امله په رامنځته شوي ځاني زيان خواشينې ښودلې او د پېښې په نوټس اخيستو يې اړوندو ادارو ته د پېښې د تحقيقاتو امر ورکړى دى.
په پاکستان کې د اور ګاډو ټکر يا هم له پټلۍ څخه د غورځېدو دا پېښه نوې نه ده، بلکې تر دې مخکې هم ګڼې ورته پېښې شوي چې ګڼ شمېر کسانو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تېر ٢٠١٥میلادي کال په نومبر کې هم د پاکستان په بلوچستان صوبې کې يو اورګاډى د برېک د خرابتيا له امله له پټلۍلوېدلى و چې په نتيجه کې يې ١٩ کسان مړه او ګڼ شمېر ټپيان شوي وو.
تر دې مخکې د همدې ٢٠١٥میلادي کال په جولايي کې د پنجاب ايالت مرکز لاهور ته نېږدې د پاکستاني پوځيانو يو ځانګړى لېږدونکى اور ګاډى ټکر شوى و چې په نتيجه کې يې د جګپوړو پوځي افسرانو په ګډون لږ تر لږه ١٨ کسان مړه شوي وو.
د يادونې وړ ده چې د ريلوې چارواکي ډېرى وخت د اور ګاډي د ټکرېدو مسووليت د اور ګاډي پر ډرېورانو اچوي او هغوى په بې احتياطۍ تورنوي.
راپور: ذبيح مومند