د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

زاخېلوال: قاضي د شربت‌ګلې قضيې په اړه استثنايي موقف غوره کړ


پاکستانۍ محکمې د شربت‎ګلې ضمانت ونه‎مانه.

د پاکستان فدرالي تحقیقاتو ادارې "FIA" د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ شربت‎‎ګله په دې تور ونیوله چې په پاکستان کې په جعلي اسنادو اوسېږي.

پرون چې کله پېښور کې محکمې د شربت‎ګلې په اړه پرېکړه کوله، څارنوالو د هغې د خلاصېدو غوښتنه وکړه، خو قاضي دا خبره رد کړه.

پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال
پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

تر محکمې وروسته پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وویل:

"زموږ هڅو ته په کتو فدرال څارنوالانو کوم هدایت چې له اسلام‌اباده واخیست محکمې ته‌یې وویل چې هغوی د شربت‌ګلې د خوشې کولو پلوي دي، خو قاضي بېل دریځ غوره کړ معمولاً کله چې څارنوال د تورن د خوشې کولو غوښتونکی شي قاضي د هغه له غوښتنې سره موافقه کوي خو نن استثناً قاضي د هغې له خوشې کولو سره موافقه ونه‌کړه."

شربت‎ګله هغه افغان مهاجره ده چې ۳۰ کاله مخکې له ننه د نېشنل جیوګرافیک مجلې نامتو عکاس سټیف مککیوري د دې عکس واخیست او بیا دا عکس د مجلې په لومړۍ پوښتۍ خپور شو.

نامتو عکاس سټیف مککیوري د شربت ګلې عکس اخیستی و.
نامتو عکاس سټیف مککیوري د شربت ګلې عکس اخیستی و.

له دې سره شربت‎ګله د شنو سترګو په افغانې مشهوره شوه.

د بخښنې نړیوال سازمان چې مرکز یې لندن کې دی، د شربت‎ګلې پېښه غندي.

د بشري حقونو په دې مؤسسه کې د افغانستان د برخې مسؤله حوریه مصدق وایي:

"شربت‎ګله هغه څوک ده چې تر ۳۰ کاله مخکې پاکستان ته مهاجره شوې او کوربه هېواد تر اوسه نه‎دی توانېدلی چې د ژوند امکانات او قانوني شرایط ورته چمتو کړي چې دا په خپله د مهاجرت له کنوانسیون نه جدي سرغړونه ده."

د بشري حقونو په دې مؤسسه کې د افغانستان د برخې مسؤله حوریه مصدق
د بشري حقونو په دې مؤسسه کې د افغانستان د برخې مسؤله حوریه مصدق

پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هیله‌مند دی چې شربت‎ګله به له زندانه خوشې شي.

زاخېلوال وایي چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته‌یې پرون د محکمې تر پرېکړې وروسته رسمي لیک واستاوه ترڅو په دې قضیه کې مرسته وکړي.

ښاغلي زاخېلوال هیله څرګنده کړه چې په یو دوو ورځو کې به د شربت‎ګلې دوسیه راغونډه شي.

خو افغان سفیر څو ورځې مخکې هم هغه وخت ورته هیله ښکاره کړې وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چوهدي نثار له ده سره له زندانه د شربت‎ګلې د خلاصېدو ژمنه وکړه او بیا هغه ژمنه ترسره نه‎شوه.

XS
SM
MD
LG