د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

هیومن رایتس واچ: شربت‎ګله ښایي له پاکستانه وایستل شي


وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال بیا د هغې افغان مېرمنې په اړه مقاله لیکلي چې په پاکستان کې د جعلي اسنادو د درلودلو په تور نیول شوې ده.

دا هغه د جذابو سترګو لرونکې افغان مېرمن ده چې د پیغلتوب یو انځور یې چې په ۱۹۸۴ کال کې د نیشنل جیوګرافیک د یوه عکاس له‎خوا اخیستل شوی و، په ټوله نړۍ کې مشهور شو.

دې اوس هم د پاکستان په پیښور ښار کې ژوند کاوه او د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني چارواکو له‎خوا ونیول شوه.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

شربت‎ګله یوه له هغو زرګونو افغان کډوالو څخه ده چې د پاکستاني چارواکو په خبره په غیرقانوني ډول یې د پاکستاني تابعیت اسناد ترلاسه کړي دي.

هیومن رایتس واچ یا د بشري حقونو د څار سازمان په خپله خپرونه کې لیکلي چې د نړۍ په سطح مشهوره شربت‎ګله به ښایي له پاکستانه وایستل شي.

لیکوال زیاتوي:

د شربت‎ګلې عکس هغه مهال اخیستل شوی وو چې دا دولس کلنه وه او د نړۍ پام یې ځانته واړوه، خو ۳۲ کاله وروسته یو ځل بیا د ټولو پام ور واوښت خو دا ځل د دې کار دلایل منفي وه.

د نشریې په لیکنه په پاکستان کې شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوالو په رسمي ډول د اوسیدو اسناد ترلاسه کړي او شاوخوا یو میلیون نور یې چې رسمي اسناد نه‎لري، د نیول کیدو او ایستل کېدو له ویرې سره ژوند کوي.

لیکوال زیاتوي همدې ویرې د شربت‎ګلې په څېر ډېری کسان دې ته اړ کړل چې د پاکستان د تابعیت جعلي اسناد ترلاسه او هلته ژوند پرې وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د شربت‎ګلې پر قضیې تبصره کړې او د پاکستاني چارواکو په حواله یې لیکي چې هغې خپل افغاني پاسپورټ هم ساتلی دی اوپه ۲۰۱۴میلادي کال کې سعودي عربستان ته د حج مراسمو د ادا کولو لپاره یې له دغه پاسپورټه کار اخستی وو.

ورځپاڼه لیکي:

که شربت‎ګله محکومه شي نو له ۱۴ کاله قید او له درېیو تر پنځو زرو ډالرو پورې د جریمي ورکولو سره به مخامخ شي.

نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې د پنټاګون هغې اعلامیې ته اشاره کړې چې وایي، د امریکا بې پیلوټه الوتکو د کونړ په غازي‎اباد ولسوالۍ کې د القاعده ډلې دوه لوړ پوړي مشران په نښه کړي او وژلي یې دي.

مقاله زیاتوي دغه بریدونه په تېرو څو کلونو په افغانستان کې د امریکایي هوایي بریدونو تر ټولو مهم ګڼل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند پیټرکوک ویلي چې دا دوه کسانیو د القاعدې مشر فاروق‌القحطاني‌ القطري او بل یې بلال‌العُطَبي و.

د کوک په خبره دغو دواړه کسان په افغانستان کې د القاعدې لپاره د امن مرکزونوپه جوړولو بوخت وو چې وکولای شي بهرني جنګیالي په‎کې وروزي او هم له هغه ځایه لوېدیځ وګواښوي.

نیویارک ټایمز د پنټاګون په حواله لیکي چې امریکایي چارواکي له څلورو کلونو راهیسې د القحطاني په لټه کې و.

د پنټاګون په اعلامیه کې القحطاني د القاعده ډلې هغه مهم کس معرفي شوی چې د دوی په خبره څو مسؤلیتونه یې پرمخ وړل.

د امریکا دفاع وزارت وایي، نوموړي په افغانستان کې پر امریکایي او نورو ائتلافي ځواکونو د بریدونو پر پلانولو سربېره، په دغه هېواد کې یاغیانو ته د وسلو د پیرلو، ویشلو او هم د نورو مالي امکاناتو په برابرولو بوخت وو.

نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو له قوله لیکي:

په هغو اسنادو کې چې په ۲۰۱۱میلادي کال کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژلو پر مهال د هغه له مرکز څخه ترلاسه شوه، ښودل شوي چې القحطاني د څو کلونو په ترڅ کې د پاکستان له شماله د افغانستان په لور د القاعده ډلې د فعالیتونو په سوق کولو کې ښکیل وو.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ هم د افغانستان جنوب ختیځ کې د القاعده ډلې د دغو دوو غړو د وژلو په اړه مقاله کې د امریکا د خزانې وزارت په حواله لیکلي چې وایي، فاروق القحطاني القطري په سعودي عربستان کې زیږیدلی او ښایي د قطر تابعیت یې وروسته اخیستی وي.

دغه وزارت سږکال القحطاني نړیوال تروریست بللی وو.

واشنګټن پوسټ لیکي:

د بارک اوباما اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د فعالیتونو د بیا راژوندي کېدلو په وړاندې ودریږي.

XS
SM
MD
LG