خبرونه
زاخېلوال: د شربت ګلې د خوشې کولو هڅې دوام لري
افغان چارواکي وايي، د شربت ګلې د خوشې کولو لپاره هڅې دوام لري.
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپل رسمي فیس بوک لیکلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له خاص استازي سټیفان روکین او د پاکستان لپاره د جرمني له سفیرې اینا لیپیل سره یې په کډوالو او په خاصه توګه د شربت ګلې د قضیې په اړه خبرې کړي دي.
ښاغلي زاخېلوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې پرون هیله څرګنده کړه چې شربت ګله تر راتلونکې سې شنبې ورځ خوشې شي.
شربتګله چې لسیزې وړاندې یې یو انځور د جذابو سترګو په خاطر نړیوال شهرت ته ورسوله د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د پاکستان د جعلي پيژندپاڼې د لرلو په تور د پولیسو لهخوا ونیول شوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه پرون (چهارشنبې) د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې الوتکه د ناستې پر مهال له رنوې څخه واوښته.
چارواکي وايي چې په دې پېښه کې سپرلیو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی خو الوتکه زیانمن شوې ده.
د دې پېښې د علت په اړه پلټنه روانه ده، خو ویل کېږي چې پیلوټانو د الوتکې کنټرول له لاسه ورکړ، چې له کبله یې الوتکه له الوتلارې کږه شوه او د الوتلارې ترڅنګ اومې ساحې ته کږه شوه.
د الوتکې دننه او انجنونو د زیان کچه اوس د تخنیکي ټیمونو له خوا ارزول کېږي.
د عملیاتو اغېز
د رنوې ترڅنګ د زیانمنې الوتکې شتون د دې لامل شو چې د کابل نړیوال هوايي ډګر الوتنې لنډ مهال وځنډول شي.
د دې پېښې له کبله سمدستي ځینې راتلونکې الوتنې نورو سیمهییزو هوايي ډګرونو ته واړول شوې.
په تاشکند کې د افغاني محصولاتو درې ورځنی نندارتون
د افغاني محصولاتو نندارتون پرون (چهارشنبې) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرانیستل شو.
په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ جوړ شوی، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، جلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي.
د شانګهای د همکارۍ سارمان د کابل او اسلامباد د شخړو د حل لپاره د منځګړتوب وړاندیز وکړ
د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي ویلي چې دا سازمان کولای شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې منځګړیتوب وکړي، خو یوازې هغه وخت چې دواړه خواوې د خبرو اترو لپاره سیاسي اراده وښيي.
نورلان یرميکبایف وویل چې د سازمان غړي هېوادونه کولای شي له موجودو میکانیزمونو څخه د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي حل د هڅولو لپاره کار واخلي، خو دا به هغه وخت ممکن وي چې دواړه لوري چمتو وي. هغه وویل: «د هر ډول داسې هڅې لپاره اساسي شرط د اړخونو سیاسي اراده ده.»
ده زیاته کړه چې دا سازمان د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې بدلونونه له نژدې څاري او د افغانستان او شاوخوا سیمو ثبات د پراخ سیمهییزې امنیت لپاره ډېر مهم ګڼي.
په ورته وخت کې، یرميکبایف وویل چې تر اوسه نه له اسلاماباده او نه هم له طالبانو څخه کوم رسمي غوښتنلیک ترلاسه شوی چې دا سازمان د منځګړیتوب یا خبرو اترو لپاره رامخکې شي.
یرميکبایف وویل چې دا سازمان د سیمهییزو شخړو د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو د حل ملاتړ کوي، او د ملي حاکمیت درناوی او ګډې حللارې مهم اصلونه بولي.
په دې ترڅ کې، روسیې او یو شمېر نورو سیمهییزو هېوادونو مخکې هم چمتووالی ښودلی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان له نوښتونو څخه یو د «شانګهای–افغانستان د تماس ډله» ده، چې د سیمهییز ثبات لپاره د خبرو او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
کرزی: د نجونو او ښځو د زده کړو او کار بندیز هیواد کمزوری کوي
نن پنجشنبې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال په داسي حال کې پیلېږي چې د پر له پسې پنځم کال په مخه له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې دي.
په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د بندیزونو دوام هېواد کمزوری کوي.
هغه د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له زدهکړو څخه د نجونو محرومول او د ښځو پر کار محدودیتونه د افغانستان ټولنه لا ډېرو ستونزو ته ټېل وهي.
پخواني ولسمشر ویلي چې د دې ډول پالیسیو دوام به د هېواد ثبات او پرمختګ ته نه جبرانېدونکې تاوانونه ولري.
کرزي ټینګار وکړ چې د ټولو ماشومانو لپاره زدهکړه — که نجونې وي او که هلکان — د ملي پرمختګ، ځان بسیاینې او عزتمن ژوند لپاره ضروري ده.
هغه وغوښتل چې ښوونځي او پوهنتونونه دې نجونو ته بېرته پرانستل شي او ښځو ته دې اجازه ورکړل شي چې کار وکړي او په ټولنه کې بشپړ ګډون ولري.
ښاغلي کرزي د نوي تعلیمي کال پیل ته په اشارې، د ښوونځي د زنګ غږ «د نوې هیلې ژمنه» وبلله او له زدهکوونکو یې وغوښتل چې د لوړو زدهکړو لپاره هڅه وکړي.
په هلمند کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه مړه شول
د سخت باران له امله په هلمند ولایت کې د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه وژل شوي دي.
د طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې پېښه کې، چې پرون (چهارشنبې) د سنګین ولسوالي په کارېز کلي کې وشوه، دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د کور د چت د نړېدو علت سخت باران ښودل شوی دی.
همداراز، شپږ نور کسان، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي او د درملنې لپاره سیمهییز روغتون ته وړل شوي دي.
پاکستان د کډوالو د ستنولو لپاره تورخم په جزوي ډول پرانیزي
د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې د تورخم دروازه په جزوي ډول بېرته پرانیزي، څو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر اسانه شي.
د تورخم او سپین بولدک د دوو مهمو لارو په شمول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو لارو بندېدو نه یوازې سوداګري ګډه وډه کړې، بلکې د دیورند کرښې د دواړو غاړو د خلکو تګ راتګ یې هم اغېزمن کړ.
پاکستاني رسنیو پرون (چهارشنبې) راپور ورکړ چې د تورخم او سپین بولدک لارې به یوازې د افغان کډوالود بېرته ستنولو لپاره پرانیستل شي.
پاکستان سلګونه زره افغان کډوال چې د دغه هیواد د چارواکو په وینا بې اسناده وو او همداراز د «افغان تابعیت لرونکي» بېرته ستنېدو ته اړ کړي دي.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اختر له له پای ته رسېدو وروسته، د خیبر پښتونخوا په کچه د بېاسناده افغان کډوالو پر ضد عملیات چټکېږي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د اختر په ورځو کې د نیونو بهیر په موقتي ډول درول شوی و. اوس باور د پاکستان د قانون پلي کوونکې ادارې غواړي سخت اقدامات بېرته پیل کړي، او هغه کسان ونیسي چې قانوني اسناد نه لري.
د نهو افغان کډوالو د کمپونو د تړلو بهیر، چې د رخصتیو په لړ کې ځنډول شوی و، ډېر ژر بیا پیلېږي.
ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ۱۵ مادهيي پلان رد کړ
ایران د امریکا ۱۵ مادهيي وړاندیز رد کړی او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې پنځه شرطونه اعلان کړي دي.
د ایران «پرس ټي وي» تلویزیون د ایران د یو جګپوړي سیاسي ـ امنیتي چارواکي په قول ویلي چې، ایران د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز رد کړی دی.
دغه چارواکي، چې نوم یې نه دی افشا شوی، ویلي:
«ایران به هغه وخت جګړه پای ته ورسوي چې خپله پرېکړه وکړي او هغه وخت چې شرطونه یې پوره شي.»
څو دقیقې وروسته، یو بل لوړپوړي ایراني چارواکي «رویټرز» خبري اژانس ته وویل چې د امریکا وړاندیز ته د تهران لومړنی ځواب «مثبت» نه و، خو لا هم دا وړاندیز تر ارزونې لاندې دی.
هغه زیاته کړه چې د تهران لومړنی ځواب پاکستان ته سپارل شوی، څو واشنګټن ته یې ورسوي.
تر دې مخکې «رویټرز» د یوه ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې پاکستان د امریکا له لوري یو وړاندیز ایران ته رسولی دی. همداراز «نیویارک ټایمز» لیکلي و چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د پاکستان له لارې ایران ته ۱۵ مادهيي پلان وړاندې کړی و.
استرالیا ایرانیانو ته د سیلاني ویزو صدور وځڼډاوه
داسترالیا کورنیو چارو وزارت وايي د پنجشنبې له ورځې ایراني پاسپورټ لرونکو ته سیلاني ویزې دڅه مودې لپاره نه ورکول کیږي او هغه کسان چې دا ډول ویزې لري ترشپږو میاشتو دغه هیواد ته داخلیدی نشي.
وزارت وویل دا پریکړه د استرالیا دمهاجرت نظام د انسجام دساتنې لپاره شوې ده.
داعلان له مخې دغه محدودیت په هغو ایرانیانو نه تطبیقیږي چې اوسمهال استرالیا کې دي یا دغه هیواد په لار دي .
خو د استرالیا کورنیو چارو وزیر داهم ویلي چې په ځینې خاصو مواردو کې ایراني اتباعو د ویزو صدور امکان لري.
دا پریکړه په داسې مهال شوې چې په ایران دامریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته بهرنیو لیرې او نږدې هیوادونو ته د ایرانیانو تګ زیات شوی دی.
جنوبي وزيرستان کې د يوې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې
په جنوبي وزيرستان کې ناپېژاندو وسلوالو د يوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.
د جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر محمد طاهر شاه پرون (د مارچ پر ۲۴مه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ملک سردار علي د کورنۍ غړي دي.
هغه زیاته کړه چې پولیسو په اعظم ورسک کې د مشکوکو کسانو د نيولو هڅې پيل کړې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو،شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو د تښتونې پیښې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره وايي ، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان اوخیبر پښتونخوا کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.
د جرمني چارواکي :په افغانستان کې د کوکنارو د کرنې د ممنوعیت له کبله په المان کې د هیروئینو بیې لوړې شوي
د جرمني چارواکي وايی په افغانستان کې د کوکنارو د کرنې د ممنوعیت له کبله په المان کې د هیروئینو بیې لوړې او کیفیت یې ناوړه شوی دی.
د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو د ادارې مشر هولګر مونش dpa خبري اژانس ته ویلي : «په داسې حال کې چې د کوکاین تولید مخ په زیاتېدو دی، د هیروئین برعکس حالت لري، ځکه چې په افغانستان کې د (کوکنارو ) کر عملا بند شوی دی.»
هغه زیاتوي چې دې کار د هیروئینو بیې لوړې کړې او کیفیت یې ټیټ کړی دی.
لدې امله ، هیروئین اوس له بېلابېلو مصنوعي موادو سره ګډېږي، چې د کاروونکو لپاره روغتیايي خطرونه زیاتوي.
په عین حال کې د جرمني فدرالي جنايي پولیس وايي د کوکاینو بیې راټیټې شوې دي، خو کیفیت یې لا هم لوړ دی، چې دا ښيي دغه مواد په بازار کې ډېر شتون لري.
د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو اداره BKA وايي د نشه يي توکو قاچاقبرانو د اروپا په بندرونو لکه هامبورګ، روټرډام او انټورپ کې د زیاتې کچې کوکاینو له نیول کیدو وروسته خپلې تګلارې بدلې کړي.
ددغې ادارې مشر هولګر مونش زیاتوي چې په دې وروستیو کې د زیاتې اندازې نشه یي توکو نیول کم شوي او اوس داسې اټکل کېږي چې کوچنۍ اندازه کوکاین په مکرر ډول او په بېلابېلو لارو راوړل کېږي.