افغانستان
عبدالله شانګهای غونډه کې د ګډون په هدف سبا قرغزستان ته ځي
ټاکل شوې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په هدف سبا د قرغزستان مرکز بیشکک ته ولاړ شي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله به په دغه سرمشریزه کې له یوې اجنډا سره ګډون وکړي:
"د دې سفر هدف هم د شانګهای په ناسته کې ګډون دی او ټاکل شوې اجرائیه رئیس په دغه ناسته کې د افغانستان پر بشپړ غړیتوب بحث وکړي."
نوموړی وایي، د حکومت اجرائیه رئیس به د شانګهای د غړیو هېوادونو له استازو سره په جلا لیدنو کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه هم وغږېږي.
د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې چې د اقتصادي، پوځي او سیاسي همکاریو په هدف په ۲۰۰۱ میلادي کال کې رامنځ ته شو، روسیه، چین، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان دایمي غړیتوب لري.
تمه کېږي هند او پاکستان هم په دغه سازمان کې د دایمي غړیو په توګه و منل شي.
افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکي هېوادونه دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
رينا اميري د افغانستان په اړه د پرېکړهليک د تصويبېدو له امله له ملګروملتونو مننه کړې
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا مننه کړې چې، د افغانستان په اړه پرېکړهلیک یې په اجماع سره تصویب کړ.
مېرمن امیري پرون جمعه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ څخه د هغو دوامدارو هڅو په خاطر مننه کوي، چې نوموړی یې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د ټولنې د نورو زیانګالو د حقونو د ملاتړ لپاره مخته وړي.
هغې زیاته کړه، د ښاغلي بېنیټ راپور به د طالبانو لهخوا په اصطلاح د "اخلاقي قانون" د ویجاړونکو اغېزو په وړاندې د اقداماتو لپاره د بشري حقونو د شورا ۵۸مې غونډې ته یو مهم ګام وي.
د هغې په خبره دغه قانون له افغان ښځو او نجونو هغه محدوده خپلواکي هم اخلي چې، دوی په خپلو هڅو سره د ځان لپاره ایجاد کړې ده.
رینا امیري همدارنګه ویلي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي په ملاتړ کې ثابته پاتې شي او د زیات حساب ورکولو لپاره له ټولو امکاناتو څخه په استفادې تګلاره مخته ونیسي.
د هغې په وینا دا د یوه باثباته، اقتصادي ودې او امن لرونکي افغانستان لپاره کلیدي او یو ستراتېژیک اړین اصل دی.
د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د تېرې چهارشنبې په ورځ له رایې اخیستنې پرته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرېکړهلیک چې پهدې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړبلل شوی، تصویب کړ او هم یې د یوه بل کال لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنيټ ماموریت وغځاوه.
اروپايي ټولنې له ترکيې غوښتي چې کډوالو سره د ناوړه چلند ادعاوې دې وڅېړي
اروپايي ټولنې پرون له ترکیې وغوښتل، په هغو مرکزونو کې چې دغه ټولنه یې تمویلوي، له کډوالو سره د ناوړه چلند ادعاوې وڅېړي.
د خبریالانو ټولنو له ترکیې څخه افغانستان او سوریې ته د کډوالو د جبري اخراج راپورونه هم ورکړي دي.
اروپايي ټولنې ترکیې ته په ميلیونونه یورو ورکړي، چې اروپا ته د پناه غوښتونکو د جوپې مخه ونیسي او دغې ټولنې انقرې ته د ترکیې د سرحدونو د خوندیتوب او د پناه غوښتنې د پروسس کېدو لپاره هم په ميلیونونه یورو ورکړي دي.
پرون د څو بنسټونو په یوه راپور کې ویل شوي، چې ترک چارواکو د اروپايي ټولنې لهخوا په تمویلېدونکو مرکزونو کې له کډوالو سره ناوړه چلند کړی او په جبري ډول یې پناه غوښتونکي افغانستان یا هم سوریې ته اخراج کړي دي.
په راپور کې ویل شوي اروپايي کمېسیون چې د اروپايي ټولنې اجرایه څانګه ده، په وار-وار د مدني ټولنې، ډیپلوماتانو او حتی د خپلو کارکوونکو خبردارۍ له پامه غورځولي دي.
په ترکیه کې افغان پناه غوښتونکو په وار-وار د ترکیې د پوځي مامورانو له ناوړه چلندونو شکایتونه کړي دي.
کرن ډيکر: امريکا د افغان نجونو ملاتړ کوي
د افغانستان لپاره د امريکا متحدهايالاتونو شارژدافېره وايي، امريکا د هغو نه ستړې کېدونکو افغان نجونو ملاتړ کوي، چې د تعلیم او بنسټونو ازادیو په برخه کې له خنډونو سره مخامخې دي.
کرن ډیکر پرون د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې افغانه نجلۍ هره ورځ د زدهکړې، ودې، کار او پرمختیا د فرصتونو مستحقه ده.
د هغې په لیکنه، د افغانستان راتلونکی، د دغو نجونو له ونډه پرته نهشي یقیني کېدلای.
پهدې مناسبت پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: "له ټولنیز ژوندانه او تعلیم څخه د نجونو محرومېدل نه جبرانیدونکي زیانونه لري."
پرون تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې دغه ارزښتناکه ورځ په ډېر خپګان سره لمانځي، ځکه چې واکمنو چارواکو له ۱۱۲۰ ورځو راپهدېخوا له ۱۲ کلونو څخه د ډېر عمرلرونکو نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.
د ايران د پارلمان مشر: تاجکستان کې مو د افغانستان پر امن او ثبات خبرې کړي
د ایران د اسلامي شورا د مجلس یا پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وايي، په تاجکستان کې یې د افغانستان د ثبات او امن پر موضوع خبرې کړې دي.
قالیباف پرون له تاجکستانه تهران ته له دوه ورځني رسمي سفر څخه د ستنېدو پر مهال ویلي، په تاجکستان کې یې د کوربه هېواد له چارواکو سره، له افغانستانه د مخدره موادو او وسلو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو هم بحث کړی دی.
په تاجکستان کې دا پارلماني غونډه چې د نږدې ۱۰ هېوادونو د پارلمانونو مشرانو پهکې برخه اخیستې وه، د تاجکستان د اساسي قانون د تصویب د دېرشمې کلیزې په مناسبت رابلل شوې وه.
د ایران د پارلمان مشر تېره پنجشنبه د تاجکستان د ملي اسمبلۍ له مشر رستم امام علي سره هم په دوشنبې ښار کې وکتل.
قالیباف نهدي ویلي، چې په تاجکستان کې یې د بحثونو پر مهال د افغانستان په باب ځینې پرېکړې هم کړې دي که څنګه؟
د تاجکستان تر څنګ ایران هم په وار-وار تور لګولی، چې له افغانستانه مخدره مواد او وسلې ورقاچاقېږي، هغه تور چې طالبانو نهدی منلی.
د بشري حقونو ډلې ايران کې په يوه ورځ کې د ۱۱کسانو د اعدامېدو خبر ورکړی
د بشري حقونو ډلې په ایران کې په یوه ورځ کې د لږ تر لږه د یوولسو کسانو د اعدامېدو خبر ورکوي.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور لهمخې، د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، لس سړي او یوه ښځه د چهارشنبې په ورځ د کرج په قزل حصار کې په دار وځړول شول.
د راپور لهمخې په اعدام شویو کې د افغانستان دوه وګړي هم شامل و.
ویل شوي چې، دغه کسان د عمدي قتل او مخدرو موادو په ګډون د ځینو مواردو په خاطر په اعدام محکوم شوي و.
د ایران اعتماد ورځپاڼې لهدې مخکې د دغو افغانانو په اړه ویلي و، چې دوی په ۱۳۸۹ کال د تهران په لوېدیځ کې پر یوې ښځې د ډلهییز جنسي تیري په جرم په اعدام محکوم شوي و.
يوناما افغانستان کې د نجونو پر وضعيت اندېښنه وښوده
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په افغانستان کې د نجونو روان وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا نن د اوکتوبر په یوولسمه د نجونو د نړیوالو ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې دغه ارزښتناکه ورځ په ډېر خفګان سره لمانځي، ځکه چې واکمنو چارواکو له ۱۱۲۰ ورځو راپهدېخوا له ۱۲ کلونو څخه د ډېر عمرلرونکو نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی.
نوموړې زياتوي، دا یوازې د ميلیونونو نجونو لپاره نه، بلکې د هغوی د کورنیو، ټولنو او ټول هېواد لپاره د څه باندې درې کلونو د فرصتونو د ضایع کېدو په معنا ده.
مېرمن اوتونبایوا ویلي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د نجونو او ښځو ژوند ته لا ډېر زیان اوړي او افغانستان د سولې، بیارغونې او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره مخ په وړاندې نه، بلکې شاته روان دی.
د یوناما مشرې د دې ترڅنګ چې یوځل بیا له واکمنو چارواکو څخه پهدې اړه د خپلې تګلارې د بدلېدو غوښتنه کړې ژمنه کړې چې، دوی به د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د خپل غږ اوچتولو څخه لاس وانهخلي، ان که نور د هغوی د چوپتیا هڅه کوي.
سږکال د نجونو نړیواله ورځ د "راتلونکې لپاره د نجونو لید لوري" ترعنوان لاندې داسې مهال لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر نجونو او ښځو د سختو محدودیتونو له امله ډېری نجونې خپلې راتلونکې ته نا هیلې شوې دي.
ملاله يوسفزۍ: اسلامي هېوادونه دې د ښځو د حقونو په اړه طالبانو سره حساب وکړي
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پرون (پنجشنبې) د ښځو په اړه د طالبانو د حکومت پالیسي وغندله او په ځانګړي ډول یې له مسلمانو هېوادونو وغوښتل چې پهدې برخه کې له طالبانو سره حساب وکړي.
دې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، افغان طالبانو د خپلو توپکونو خولې د افغان نجونو او ښځو خوا ته اړولي، له زدهکړو، کار او ازاد ژونده یې محرومې کړي دي.
ملالې یوسفزۍ همداراز ویلي، د ښځو خلاف د طالبانو منظم ظلم او بې رحمي دومره زیاته ده چې، افغان فعالانې او د بشري حقونو مدافعان یې جنسیتي اپارتاید بولي.
دې له هېوادونو او حکومتونو وغوښتل چې له خپل قدرت او نړیوالو قوانینو څخه په کار اخیستو طالبان ځواب ویلو ته اړ باسي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو خلاف په تدریج محدودیتونه زیات کړي، له زدهکړو او کار یې منع کړي او ان پارکونو او حمامونو ته له تلو یې هم راګرځولې دي.
خوست کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي
د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون خبر ورکړی، چې د یوه سراچه ډوله او ویټز ډوله د ټکر په پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی.
په خبر کې ویل شوي، چې دغه ټرافیکي پېښه د چلوونکو د بېاحتیاطۍ له کبله شوې ده.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
طالبانو له يو ازبکستاني شرکت سره جوزجان کې د ګازو د استخراج يو تړون لاسليک کړ
د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له یوه ازبکستاني شرکت ایریل کام سره د جوزجان ولایت له طوطي میدان څخه د ګازو د استخراج تړون لاسلیک کړ.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان پر ایکسپاڼه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست هدایتالله بدري له قوله لیکلي، دغه تړون د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی او دا شرکت به په لومړیو لسو کلونو کې یو میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تر دې مخکې له چینايي او نورو شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک کړي وو.
د دغو قراردادونو پر روڼتیا او د طالبانو حکومت لهخوا له هغو څخه د ترلاسه شویو عوایدو په اړه انتقادونه شته.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو څه باندې درې کاله کېږي او تر اوسه د نړۍ هيڅ هیواد د دې ډلې حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو ازبکستان او چین د هغو څو هېوادونو په ډله کې دي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.
نن خيبر کې د پښتنو د عدالت لپاره قومي جرګه جوړيږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) وايي، له بندیزونو او چلنجونو سره-سره به نن په خیبر کې د پښتنو لپاره د عدالت قومي جرګه کېږي.
د غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د نړۍ هيڅ ځواک د جرګې مخه نهشي نیولی.
د خیبرپښتونخوا چارواکو د دغه ایالت د اعلی وزیر سردار علي امین ګنډاپور په مشرۍ پلاوي په خپله پرونۍ غونډه کې دغې جرګې ته په مشروط ډول اجازه ورکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د جرګې موخه يې په پاکستان په غیرقانوني ډول د خلکو د نیولو، په جبر د پښتنو د ورکېدو او نورو ستونزو پر ضد احتجاج دی.
راپورونه وايي، د چهارشنبې په ورځ ریګي للمه سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په په ډزو د دغه غورځنګ لږ تر لږه ۳ غړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه او دا یې د ترهګرۍ ضد قانون لهمخې یو "غیر قانوني سازمان" وباله، خو دې کار سخت عکس العملونه وپارول.
منظور پښتین د پاکستان د حکومت دا اقدام "ډېر ظالمانه" بللی و.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دغه اقدام غندلی او پر حکومت یې غږ کړی و، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.