د روسیې د امنيت لوړپوړې اداره د يوه ځانګړي مرکز پر جوړولو غور کوي چې د روسيې د تاریخ د تحريفولو لپاره به د هڅو مخه نيسي.
تېره اوونۍ د یوې غونډې پر مهال د روسيې د امنيت لوړپوړې ادارې متخصصينو د دغه هېواد د انقلاب د سلمې کليزې په مناسبت د روسيې د تاریخ د تحريف په هدف د بهرنيو هڅو د مخنیوي لپاره پر لارو چارو خبرې وکړې.
کامرسانټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې متخصصينو د معلوماتي امنيت په اړه خبرې وکړې او پر یوه ځانګړي مرکز جوړولو يې بحث وکړ چې د تاریخ د ناسم وړاندې کولو مخه به نيسي.
د راپور له مخې متخصصينو په دې اړه هم خبرې وکړې چې د بهرنیو هېوادونو او نړيوالو ادارو لهخوا قصداً ناسم فعالیتونه کېږي او د جغرافيايي سياست په مقصد د روسیې ضد پالېسۍ غوره کېږي.
د دوشنبې په ورځ د روسيې د امنيت شورا پر وېبپاڼه يوه اعلاميه خپره شوه چې وايي، متخصصينو تر ټولو مهمې تاریخې پېښې په ګوته کړې چې د تحريفولو خطر يې زيات دی او په اړهيې بحث وکړ.
کامرسانټ ورځپاڼې د شپږو ځانګړو تاريخې پېښو نومونه ياد کړي چې د اقليتونو پر وړاندې د روسي امپراتورۍ سياست، د اقليتونو پر وړاندې د شوروي اتحاد سياست، د نازي جرمني په ماتولو کې د شوروي اتحاد رول، د شوروي مسکو او نازي برلين تر منځ د ۱۹۳۹میلادي کال د اګسټ د مولوتوف ريبنتراپ موافقه، په هنګري، پخواني چکوسلواکیا او ختيځ جرمني کې له پاڅون سره د مسکو چلند او د روسیې انقلاب پهکې شامل دي.
راپور وايي، د ۱۹۱۷میلادي کال د فبرورۍ او اکټوبر انقلابونو ته ځانګړی پام شوی وو چې سلمه کليزه بهيې راتلونکی کال لمانځل کېږي.
له کامرسانټ ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال د روسیې پخواني تاريخ پوه الکساندر چوباریان د ناسمو معلوماتو د مخنیوي لپاره د ځانګړي کمېسيون يا مرکز د جوړولو اړتيا رد کړې او ويلي يې دي چې دا کار د تاريخپوهانو او پوهنتونونو دی چې روسيهيې له مخکې لا لري.
دا لومړی ځل نهدی چې کرېملېن د تاریخي پېښو د ناسمو ثبتېدو يا تحريف د مخنیوي لپاره د يوه مرکز جوړولو وړانديز کوي.
په ۲۰۰۹ میلادي کال کې هم د هغه وخت ولسمشر ډېمېټري مېدوېدېف يو کمېسیون جوړ کړ چې د ده په وينا د لوېديځ لهخوا د مسکو په تاوان د تاريخ د بيا لیکلو د هڅو مخنیوی به کوي.
دغه کمېسیون په ۲۰۱۲ میلادي کال کې وروسته له هغه لهمنځه ولاړ چې د مېدوېدېف د ولسمشرۍ دوره پای ته ورسېده.