ملګري ملتونه وايي، روان کال د افغانستان په زیاتو سیمو کې د جګړې له امله څلور لکه کسان بېکوره شوي دي.
د ملګرو ملتونو دا رپوټ پرون دوشنبه خپور شوی دی.
دې سازمان د کال په پیل کې اټکل کړی و چې د کورنیو جګړو له امله ښايي دوه نیم لکه کسان بېکوره شي خو د دوی د اټکل خلاف، دا شمېر څلور لکه کسانو ته لوړ شوی دی.
ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د جګړې له امله د بېکوره شویو خلکو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.
د دې سازمان په وینا، په کلیوالي سیمو کې د امنیت له خرابېدو سره خلک مجبورېږي چې خپل کلي او کورونه پرېږدي او ښاري سیمو ته مخه کړي.
د دې سازمان راپور وايي چې د مخکني اټکل خلاف، د روان میلادي کال له پيل راهیسې لږ تر لږه ۴۱۱ زره افغانان د جګړې له امله له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي چې زیات خلک شمالي ولایتونو لکه کندز او بغلان کې بېکوره شوي او جنوب کې یې د هلمند او ارزګان د خلکو یادونه کړې چې د جګړې د شدت له امله نورو سیمو ته تښتېدلي دي.
وسلهوالو طالبانو وروستیو څو میاشتو کې ټول افغانستان کې خپلو حملو ته شدت ورکړ.
ملګري ملتونه په داسې حال کې کندز او هلمند کې د وروستیو جګړو له امله د خلکو بېځایه کېدو ته اشاره کوي چې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې هم په وروستیو کې جګړې زور اخیستی او د هغو کسانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی چې د جګړې له امله تښتي.
د دې ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې سلګونه کورنۍ د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش د حملو له کبله اړ شوي چې خپل کورونه او مالونه پرېږدي او د جلالاباد ښار په ګډون نېږدې سیمو ته ولاړ شي.
د دې سیمې یوه اوسېدونکي جلالاباد کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل:
"هېڅ فامیل زموږ په کلي کې نهدی پاتې، زنانه او ماشومان داسې کډه شوي چې هېڅ شی یې هم له ځانه سره نهدي اخیستي. هر چا همدومره کړي چې خپل ماشوم واخلي او وتښتي نور هر څه راڅخه پاتې شوي دي."
د پاس پچیر یو بل اوسېدونکی چې هغه هم له خپلې کورنۍ سره جلالاباد ته تښتېدلی وايي:
"له یوې خوا داعش و او له بلېخوا حکومت نو موږ به څه کول؟ مجبور وو چې وتښتو. موږ مجبور یو چې په ډاګونو او میدانونو کې واړوو."
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې په پچیراګام ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو خلکو ته به د مرستو لړۍ پيل شي.
خو د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د جګړې له امله په پنځو بېځایه شویو افغانانو کې لږ تر لږه یو تن په داسې سیمه کې مېشت شوي چې هېڅ ډول بشري مرستې نه ورته رسېږي او مرستندویه ټولنې کار نهکوي.