د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

ولايتي شورا: هلمند جګړې ۳۰۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي


په داسې حال کې چې د هلمند په ولایت کې د جنګونو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي، مرستندویه ادارې د جنګونو له امله نه شي کولای چې خپلې مرستې اړو کورنیو ته ورسوي.

د هلمند ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس نقیب الله زمریال، د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په وروستۍ یوې اوونۍ کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ده وویل، دا کورنۍ د نادعلي، ناوې او ګرمسېر له ولسوالیو څخه د ولایت مرکز لښکر ګاه ته کډه شوي دي.

ښاغلي زمریال زیاته کړه:

"د شپږ اووه ورځو په جریان کې د هلمند ولایت په نادعلي، ناوې او ګرمسېر ولسوالیو کې جنګونو زور اخيستی او په تخمیني توګه ۳۰۰۰ کورنۍ ورڅخه بې ځایه شوي دي."

ښاغلي زمریال وویل، دغو کورنیو ته د مرستو رسولو په هدف، درې ټیمونو سروې پیل کړې چې له ۳۰۰۰ کورنیو څخه یې تر اوسه ۵۰۰ سروې کړي دي.

ده وویل، د کندهار–هلمند پر لاره د یو لړ ستونزو له امله، د خوراکي موادو مرستې تر اوسه هم اړو کورنیو ته نه دي رسېدلي.

هلمند د افغانستان له ناامنو ولایتونو څخه دی چې جنګ په کې له څو میاشتو راهیسې روان دى.

د هلمند د ولایتي شورا د معلوماتو له مخې د دې ولایت ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت د وزیر مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، دغه ولایت ته یوه اندازه مرستې رسېدلي او هڅې روانې دي چې د بې ځایه شويو کورنیو ستونزې کمې شي.

طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت د وزیر مرستیال محمد اسلم سیاس
طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت د وزیر مرستیال محمد اسلم سیاس

ښاغلي سیاس زیاته کړه:

"نغدې پیسې مو ورلېږلي او په پام کې لرو چې یوه اندازه نورې پیسې هم ور ولېږو او د دې ترڅنګ مو خوراکي مواد لکه غنم، بوره او داسې نور هم ورلېږدولي دي. سربېره پر دې تصمیم نیول شوی چې دغه بې ځایه شوې کورنۍ په کومو سیمو کې ځای پر ځای کړو چې ستونزې یې کمې شي."

د دغه ولایت مدني فعالان وايي، که شته ستونزو ته د حل لارې ونه موندل شي، بې ځایه شوې کورنۍ به له روغتیایي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو مخ شي.

دوی دغو کورنیو ته د بېړنیو مرستو پر رسولو هم تأکيد کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG