د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

مراد: د هلمند په نادعلي کې پوځي عملیات ښه پرمخ روان دي


په هلمند کې د روانې جګړې له امله د زرګونو کورنیو د بې ځایه کېدو خبر ورکړل شوی، هلته ملکي او پوځي چارواکې په څو جبهو کې وسله والو طالبانو ته د ماتې ورکولو ادعا کوي.

په هلمند کې پوځي چارواکې وايي چې په څو وروستیو ورځو کې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتې او حکومتي ځواکونه پرمخ روان دي.

د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر سیمه کې پوځي عملیات ښه پرمخ روان دي.

د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد
د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد

جنرال مراد علي مراد زیاته کړه:

"زیاتې سیمې له دښمنه نیول شوي او دښمنانو ته زیات تلفات رسېدلي دي. زموږ عملیاتي ځواکونه اوس مهال د افغانستان د هوايي ځواکونو په ملاتړ پر مخ روان دي. دا عملیات زموږ په رهبري روان دي او زموږ په لارښوونه پرمخ ځي. "

جنرال مرادعلي مراد زیاته کړه چې په هلمند کې د وسله والو طالبانو ډلې ته چې د "سرې قطعې" په نوم یادیږي، زیات تلفات رسیدلي دي.

هغه څرګنده کړه چې د وسله والو طالبانو عملیات بهرنیان وسله وال رهبري کوي.

تر دې مخکې د هلمند د والي د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي و چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پراخه حمله په شا تمبولې او په هوايي عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو په ناوه کې پر امنیتي پوستو حملې کړې وې خو شنډې شوې دي.

د خبرپاڼې په حواله، په هلمند کې وسله والو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او په لارو او سړکونو او په داسې سیمو کې چې ملکي خلک اوسي په حملو زیاته اتکا کوي.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په هلمند کې په وروستیو څو ورځو کې جګړې د پخوا په پرتله زیات شدت موندلی او ګڼ شمېر کورنۍ یې له امله بې ځایه شوي دي.

ډيرې کورنۍ لښکرګاه ته تښتیدلې دي. دولتي چارواکي په هلمند کې د دې کورنیو لپاره د خوراکي موادو، د څښاک د پاکو اوبو او سرپناه د کموالي یادونه کوي.

په هلمند کې په وروستیو څو ورځو کې جګړې د پخوا په پرتله زیات شدت موندلی او ګڼ شمېر کورنۍ یې له امله بې ځایه شوي دي.
په هلمند کې په وروستیو څو ورځو کې جګړې د پخوا په پرتله زیات شدت موندلی او ګڼ شمېر کورنۍ یې له امله بې ځایه شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخوندزاده د دې بې ځایه شوېو کورنیو پر وضعیت، پرون ازادي راډیو ته وویل:

"خلک د جګړې له امله د هلمند له زیاتو ولسوالیو تښتیدلي دي. تقریباً ۷۰ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. دا خلک لښکرګاه او شاخوا نږدې سیمو ته تښتیدلي دي. زیات خلک تر خیمو لاندې پراته دي، اوبه او خواړه لا نه لري. "

عبدالمجید اخوندزاده پرته له دې چې د یوه هېواد نوم واخلي، څرګنده کړه چې د هلمند په جګړه کې د یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو استخباراتي ادارې لاس لري او هڅې کوي چې د کوټې شورا د هلمند شمالي سیمو ته را ولیږدوي.

د لښکرګاه ښار ته د جګړې ور نږدې کېدو، د دې سیمې خلکو او په عمومي ډول د لوی کندهار په حوزه کې د اوسیدونکو اندیښنې زیاتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG