د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

دفاع وزارت: د هلمند جګړې تر شا د مخدره موادو قاچاق وړونکو لاس دی


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، په هلمند کې د جګړې د دوام یو لامل دادی چې د مخدره موادو قاچاق وړونکي د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

د دغه وزارت مسئولین وايي، هلمند کې عملیات روان دي او اضافي سرتېري هم ور استول شوي دي.

د هلمند جګړه اوومې میاشتې ته ورسېده، خو د دفاع وزارت مسئولین هیله من دي چې ډېر ژر به د دغه ولایت نادعلي او ناوه ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له حضوره پاکې شي.

د دفاع وزارت د اوپراسیون لوی رئیس تورنجنرال محمد حبیب حصاري وایي، د هلمند جګړه اوس په همدغو دو ولسوالیو متمرکزه ده او دوی یې مهارولو ته اضافي ځواکونه هم لېږلي دي.

ښاغلي حصاري د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په هلمند کې د جګړې د دوام یو لامل دادی چې د مخدره موادو قاچاق وړونکي او کاروباریان د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه:

"موږ د هلمند له موجوده امنیتي ځواکونو پرته هغه ولایت ته اضافي عسکر هم لېږلي دي، هیله من یو چې ښه نتیجه ترلاسه او ډېر ژره ساحه له وسله والو مخالفینو پاکه کړو، که د هلمند وضعه د اندېښنې وړ نه وای، موږ به اضافي سرتېري نه وو ورلېږلي، د مخالفینو هڅه په هلمند کې ډېره ده، له دغو مخالفینو سره تر ټولو ډېره مرسته د مخدره موادو قاچاق وړونکي کوي."

په هلمند کې جګړه د تېر کال په ژمي کې پيل او حکومت یې د مهارولو لپاره عبدالجبار قهرمان اوپراتیفي مسئول وټاکه، خو خپله جبار قهرمان اوس استعفا ورکړې او د هلمند د جګړې لامل یې د حکومت کمزوری مدیریت بللی دی.

د هلمند پنځه ولسوالۍ دیشو، موسی کلا، باغران، واشیر او نومیش دا مهال د طالبانو په لاس کې دي او په نادعلي او ناوه کې جګړه روانه ده، خو حکومت د دې ولسوالیو په اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې د هلمند د ولایتي شورا غړیو اندېښنه وښوده چې جګړه مرکز لښکرګاه ته نږدې شوې او حکومت یې باید مخنیوي ته اقدام وکړي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسیمه نیازۍ بیا وایي، په هلمند کې جګړه ځکه اوږده ده چې امنیتي ځواکونه بشپړ تجهیز نه دي.

مېرمن نیازۍ ازادي راډیو ته وویل، کله چې ایساف او ناټو ځواکونه له هلمنده ووتل، دغه ولایت ښه ورځ ونه لیده.

نوموړې زیاته کړه:

"پخوا په هلمند کې دیرش-څلویښت زره ناټو قوتونه او آیساف وو، هغوی ډېرې سقیلې وسلې درلودې، پرمختللې د جهان وسلې دلته پرتې وې، هلمند وسیع ساحه لري، بدبختانه چې اوس هیڅوک نشته، نه ناټو شته، نه آیساف، یو څو محدود، د شپیتو په شااوخوا کې خارجیان موجود دي چې هغوی جدي لاس په کار کیږي نه، هغه وسلې او امکانات چې باید زموږ له پولیسو سره وای، هغه نشته."

په هلمند کې له دې وړاندې تر ډېره بریتانوي ځواکونه مېشت و او د تېر ژمي پر مهال چې کله بیا په دغه ولایت کې جګړه توده شوه، نو د پنځوسو په شااوخوا کې برتانوي ځواکونه دغلته د سلا مشورې لپاره ورغلل.

افغان حکومت بیا ویلي، هڅه یې داده چې د هلمند په ګډون په ټولو ولایتونو کې روانې جګړې مهارې کړې، خو ټینګار یې دادی، ترڅو چې په سیمه ییزه کچه او ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونو ورسره همکاري ونه کړي، د دوی مبارزه به ژر نتیجه ورنه کړي.

راپور: اسدالله لودین کابل

XS
SM
MD
LG