د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

افغان امنیتي ځواکونه هلمند کې د طالبانو ځانګړو ځواکونو سره جنګېږي


په داسې حال کې چې د افغان امنیتي ځواکونو جنګي مهارتونه او مسلکي وړتیا له یوې ورځې بلې ته زیاتېږي او دا مهال د شپې له خوا په ‌ډېرو بریدونو کې له ځانګړو او ښو روزل شویو کمانډو ځواکونو څخه کار اخلي، راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو هم د هلمند جګړې ته د خپلو ښو روزل شویو وسله والویو ځانګړې ډله ور مخکې کړې.

د هلمند چارواکي وايي، د افغانستان اردو په هلمند کې د وسله والو طالبانو د یو نسبتاً منظم او مجهز ځواک سره مخ ده.

دوی وايي، طالبانو د "سرې قطعې" په نوم دا څو سوه کسیز ځواک په دې ورستیو کې جګړې ته داخل کړی دی.

د طالبانو یوه قوماندان هم ویلي چې د وسله والو یوه ځانګړې روزل شوې ډله یې د هلمند په جګړو کې برخه لري.

دې قوماندان چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، د طالبانو دا "سره قطعه" له درې سوو ځانګړو روزل شویو وسله والو تشکیل شوې.

دې طالب قوماندان ویلي چې سرې قطعې یې ښه نتیجه ورکړې او اوس دا ډله پر دې غور کوي چې په نورو ځایونو کې هم ورته ځواک وکاروي کنه.

د اسوشیټيډ پریس خبري اژانس وايي، هم د افغان حکومت پوځي چارواکي او هم خپله وسله وال طالبان د طالبانو د دې نوې وسله وال ځواک په اړه ډېر څه نه وايي، خو د هلمند ملکي چارواکو دې خبرې اژانس ته ویلي، د طالبانو یو قوماندان چې حاجي ناصر نومېږي او مخکې یې په زابل او کندهار کې د بریدونو مشرې کوله اوس په هلمند کې د طالبانو د دې نوې وسله والې ډلې چې "سره قطعه" یې بولي قوماندان دي.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو سره قطعه د روان کال په لومړیو کې په سنګین ولسوالۍ کې راپیدا شوه چې وروسته یې شمېر ۴۰۰ تنو ته زیات شو.

په راپور کې د یو طالب قوماندان له خولې ویل شوي چې د دې ځانګړې وسله والې ډلې تلفات ډېر کم دي، خو نوموړې یې د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی ښودلی.

په کندهار کې چې د هلمند ګاونډي ولایت دی د امنیې بانفوذه قوماندان جنرال عبدالرازق د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، د طالبانو دا نوی ځواک یو واقیعت دی چې موږ ترې انکار نه کوو.

عبدالرازق: طالبان اوس خپل جګړیز تکتیکونه بدلوي
عبدالرازق: طالبان اوس خپل جګړیز تکتیکونه بدلوي

د نوموړې په وینا طالبان اوس خپل جګړیز تکتیکونه بدلوي او دا نوی وسله وال ځواک یې هم د همدې هڅو یوه برخه ده.

بل خوا د هلمند والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، داسې شواهد یې تر لاسه کړي چې د نادعلي په ولسوالۍ کې په ورستۍ جګړو کې د طالبانو تر څنګ د بهرنیو وسله والو موجودیت ترې څرګندیږي.

ښاغلي حیات وویل د دې بهرنیو وسله والو څخه یو شمېر یې د نادعلي په جګړو کې وژل شوي خو نوموړي ونه ویل چې د کوم بهرني هېواد وسله وال وو؟ نوموړي وویل وسله والو چې غوښتل یې د هلمند څو ولسوالۍ ونیسي، په خپله هڅه کې ناکام شول.

حیات: د دې بهرنیو وسله والو څخه یو شمېر یې د نادعلي په جګړو کې وژل شوي
حیات: د دې بهرنیو وسله والو څخه یو شمېر یې د نادعلي په جګړو کې وژل شوي

د یادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې د ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه پیل کړل، او وروسته یې د چا انجیر په شمول چې مرکز لښکرګاه ته څېرمه پرته سیمه ده د نادعلي ولسوالۍ په ځینو برخو کې پر حکومتي پوستو بریدونه وکړل.

د هلمند چارواکي وايي چې په دې دواړو ځایونو کې طالبان د درنو تلفاتو په ګاللو د جګړې له کرښو په شا شوي دي.

خو طالبان ادعا کوي چې په هلمند کې یې پر حکومتي لورې فشار زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG